په آلماني کې د کار ترلاسه کولو له پاره مهم ټکي
په آلمان کې ډیري کار ورکونکي کمپنۍ وایي چې دوی د کار ترلاسه کولو له پاره د مراجعه کوونکو ډير ناسم غوښتنلیکونه ترلاسه کوي. هغه ټکي چې د په کار ګومارلو له پاره ستاسې غوښتنلیکونه آلماني کمپنیو ته جذاب او په زړه پورې کوي.
نا بشپړ شوی غوښتنلیک مه لیږئ
دا خبره باید یقينې کړای شي چې د کارځای تر لاسه کولو له پاره په اعلان کې غوښتل شوي ټول اسناد باید یوځای واستوئ. په ډیرو مواردو کې له تاسې څخه د ښوونځي او پوهنتون د فراغت سندونه د PDF فایل یا دوسیي په شکل غوښتل کیږي.
آلماني اصولو ته پاپند اوسئ
له ابتکار څخه کار اخیستنه ښه وي، خو د ځنو آلماني اصولو ماتول ښه مفکوره نه ده. لکه د خپل غوښتنلیک په سي وي کې د زیږیدو نیټې، مدني حالت او خپل انځور لګول ښه کار دی. که څه هم په قانوني توګه دا ټول اړين نه دي، خو آلماني کمپنۍ هغو غوښتنلیکونو ته ترجح ورکوي چې انځور پکې ولیدل شي.
غوښتنلیک باید اړوند کس ته ولیږل شي
د غوښتنلیک له استولو مخکې د کمپنۍ د بشري منابعو د څانګي مشر د نوم معلومولو هڅه وکړئ او د هغه په ادرس خپل غوښتنلیک ولیږئ.
له املایي غلطي ځان وساتئ
هڅه وکړئ چې په غوښتنلیک کې املایي غلطي ونه لرئ. دغه تیروتنې ستاسو پر غوښتنلیک ډیر تاثیر لرلی شي او کیدای شي ستاسې د کار ترلاسه کولو چانس کم کړي.
ټول کار یوازې مه کوئ
د غوښتنلیک د چمتو کولو په وخت کې له یو چا سره مشوره وکړئ. له داسې کسانو مرسته ترلاسه کړئ چې مورنۍ ژبه یي آلماني وي. که ستاسي نور سندونه په انګلیسي ژبه هم وي، نو Bewerbung یا د کار غوښتنلیک مو ضرور په آلماني ژبه ولیکئ.
سم معلومات وړاندې کړئ
په غوښتنلیک یا عریضه کې درواغ ویل یو ډير غلط اقدام بلل کیږي. خپل په باره کې هر څه ووایې، خو ریښتیا. له دې سره ممکن د غوښتنلیک لوستونکی ستاسې په اړه خوشبینه شي او تاسې ته کار درکړي.
ترتیب
د خپل سي وي یا غوښتنلیک فارمټ یا ترتیب ته ځانګړې پاملرنه وکړئ. د لیک سایز، فاصلې، سرلیک او نور ترتیب یي په دقت سره کنترول او بیا یي واستوئ.
تاسې آن لاین څنګه مواد اپلوډ کوئ؟
ډیر خلک دا ټکې له پامه غورځوي او په ډیر ګډ وډ حالت کې په ټولنیزو رسنیو کې خپل انځورونه خپروي، چې دا یي د شخصیت په اړه خراب تصور پيدا کوي. ستاسي د نیټ ورکنګ پروفایلز باید په ډیر مهارت سره جوړ شوی وي، څو ستاسي د سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو کې اکاونډ څخه معلوم شي چې تاسې یو سنجیده انسان یاست.