1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې ۲۰،۸ میليونه انسانان د کډوالۍ شاليد لري

۱۳۹۸ مرداد ۳۰, چهارشنبه

په داسې حال کې چې په آلمان کې کډوال د خبرونو سرټکي جوړوي، دلته زياتره کډوال د اروپا له نورو برخو راغلي دي. په آلمان کې د ۲۰،۸ میليونه انسانانو څخه چې د کډوالۍ رېښې لري، يوازې ۱۵ سلنه یې د پناه غوښتونکو په توگه راغلي.

https://p.dw.com/p/3OGkw
Deutschland Integration - Afrikaner
انځور: Getty Images/J. Koch

د چهار شنبې (د ۲۰۱۹ م کال د اگست ۲۱ نیټه) په ورځ په خپره کړل شوې احصايه کې ويل شوي چې د آلمان د ۸۲ ميليونه نفوس څخه یې څه نه څه يو په څلورمه برخه د کډوالۍ شاليد لري.

د آلمان د احصايې ادارې له خوا ويل شوي چې په ۲۰۱۸م کال کې ۲۰،۸ ميليونه انسانانو په اصطلاح د «کډوالۍ شاليد» لاره. دا هغه کسان دي چې خپله کډوال دی او يا یې مور او يا پلار د آلمان د يوه تبعه په توگه نه دي زيږيدلي. ويل شوي چې دا د ۲۰۱۷م کال په پرتله د نيم ميليونو انسانانو يا ۲،۵ فيصدو زياتوالی ښيي.

په ۲۰۱۸م کال کې ۵۲ فيصده د کډوالۍ شاليد لرونکو کسانو آلماني تابيعت لاره او پاته یې يعني ۴۸ سلنو یې خارجی پاسپورت درلوده.  له ۱۰،۹ ميليونه د کډوالۍ شاليد درلودونکو څخه نيمايي یې تر زيږيدنې سملاسي وروسته آلمانی تابيعت ترلاسه کړی دی.

د دغه کسانو (۴۸ فيصده) د کورنۍ ، کار (۱۹ سلنه) او زده کړو (۵ سلنه) په موخه کډوال شوي ول.  د هغو اکثريت چې د کورنۍ سره د يوځای کيدو او يا کار په موخه دلته راغلي، د اروپايي هېوادونو څخه دي.

يوازې ۱۵ سلنه کډوال چې نيمايي یې د منځني ختیځ دي، د پناه غوښتونکو مهاجرو په توگه آلمان ته راغلي دي.

BS/NZ (Chase Winter)

زموږ له آرشيف څخه: