1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په آلمان کې یوه کس په قصدي توګه پر خلکو موټر ځغلولی

۱۳۹۷ دی ۱۲, چهارشنبه

څیړونکې ډله په دې باور ده چې دا یو هدفمند برید وو. د نوي کال په شپه یوه موټر چلونکي خپل موټر پر پلي خلکو وځغلوه. په دې پيښه کې پنځه تنه ټپیان شول. ویل شوي چې موټر چلوونکي غوښتل بهرنیانو ته مرګ ژوبله واړوي.

https://p.dw.com/p/3AssI
Deutschland Mann fährt in Fußgängergruppe
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kusch

د آلمان د نورد راین- ویستفالن ایالت د کورنیو چارو وزیر هیربرت رویل، د پيښې په ځای کې وویل: «هغه موټر چلوونکي چې په یوه آرامه ساحه کې یې پر خلکو موټر وځغلوه، په واضح ډول د بهرنیانو د وژنې نیت لره.»

هغه زیاته کړه چې دا مورد باید ډیر جدي ونیول شي او په اړه یې باید دقیقه څیړنه وشي.

څارنوالي او پولیس هم د یوه هدفمند برید خبره کوي. دواړو ادارو په خپل لومړي دریځ کې ویلي دي: «په احتمالي توګه د موټر چلونکي د بهرنیو ضد دریځ، د دې پيښې سبب شوی دي.»

موټر چلوونکی تر پيښې لږ وروسته ونیول شو. د څیړونکو د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ نوموړی کس رواني ناروغي لري. چارواکو رپوټ ورکړی دی چې دغه ۵۰ کلن کس د «بوتروپ» په سیمه کې د کال له بدلیدو څخه یوازې څو دقیقې وروسته خپل موټر پر یوه لاروي ور وځغلوه او بیرته یې موټر ودروه. پلی کس وتوانیدل چې ځان وژغوري. وروسته یې بیا په ښار کې دننه د برلينه پلتڅ په نوم سیمه کې د خلکو پر یوې ډلې چې د نوې کال جشن یې لمانځه خپل موټر ور وځغلوه. په دغو کسانو کې سوریایي او افغان مهاجر شامل ول.

په دې پيښه کې څلور تنه ټپیان شول چې لږ تر لږه د یوه تن وضعیت یې ښه نه دی. د عیني شاهدانو په حوله د موټر سرعت کم وو نو له دې امله ډیر خلک وتوانیدل ځانونه خوندي ځای ته ورسوي.

تر پیښې وروسته برید کوونکی په خپل مرسیدیس ډوله موټر کې د ایسن ښار پر لور وتښتید، چیرې چې هغه په قصدي توګه هڅه کړې وه د بسونو په تمځای کې د انسانانو پر یوې ډلې خپل موټر وځغلوي.

د پولیسو په حواله تر اوسه پورې دا واضحه شوې نه ده چې په ایسن کې د هغې هڅه څنګه ناکامه شوه: «شاید خلک تښتیدلي وي، شاید کوم بل دلیل ولري چې هغه په خپل دې کار کې بریالی نه شو. د دې ټولو معلومول اوس زموږ دنده ده.»

پولیس غواړي د څیړنو د بشپړولو په موخه له عیني شاهدانو سره خبرې وکړي.

په همدې منځ کې تحقیقاتي ډله په مجموع کې په څلورو ځایونو کې د پيښې د رامنځته کیدو خبره کوي. د نورد راین- وستفالن ایالت د کورنیو چارو وزیر هیربرت رویل، وویل: «دغه کس د نوي کال په شپه یو وار بیا په ایسن ښار کې د خلکو پر یوې ډلې د موټر ځغلولو هڅه کړې وه چې په ترڅ کې یې یو تن په سطحي ډول ټپي شوی وو.»

پولیس وتوانیدل چې دغه کس ودروي او ویې نیسي. د پولیسو په حواله دغه کس د ایسن ښار اوسیدونکی دی او کومه جرمي سابقه نه لري. خو پولیسو د دغه کس د هویت په اړه څه نه دي ویلي.