د مهاجرو ضد وسله پلورونکی آلمانۍ بندي شو
۱۳۹۷ آذر ۲۸, چهارشنبهد آلمان یوې محکمې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر ۱۸مه) یو ښي اړخی فعال د مهاجرو ضد انټرنټ پاڼې له لارې د ۱۶۷ غیر قانوني وسلو د پلورولو له کبله په بند محکوم کړی دی.
ماریو ر. چې تخلص یي د آلماني د شخصي محرمتیا قانون پر اساس نه دی اخیستل شوی، د دوو کلونو او لسو میاشتو په بند محکوم شو او د وسلو په غیر قانوني قاچاق کې د ښکلتیا له کبله یي ۹۹۱۰۰ یورو ضبط شوې.
دغه ۳۵ کلن آلماني «د مهاجرو مصیبت» په نامه انټرنټ پاڼه چلوله. په دغه انټرنټ پاڼه کې له خلکو غوښتل شوي وو چې «د مهاجرو پر وړاندې ځان په وسلو سمبال کړي.»
د نوموړې انټرنټ پاڼې له لارې یو ډول تفنګچې چې د زیات سرعت ربړي مرمۍ یې فیرولي، غشې او کمان او همداشان ربړي مرمۍ او دې ته ورته وسلې پلورل کیدې. پر دې سربیره په دغه ویبپاڼه کې د مهاجرو ضد احساساتي خپرونې هم وې.
پر ماریو ر. باندې تور دی چې د ۲۰۱۶م کال د می میاشتې څخه تر نومبر میاشتې پورې یې له هنګري څخه تر آلمانه پورې په خلکو وسلې پلورلي دي. په هنګري کې دغې وسلې قانوني دي خو په آلمان کې جواز ته اړتیا لري.
نوموړي پر خپل جرم اقرار کړی دی خو ویلي يي دي چې په دې هکله د آلمان له قانون څخه ناخبره وو. هغه کولای شي چې د محکمې د دغې پریکړې پر ضد عریضه وکړي. دغه کس په ۲۰۱۶م کال په په بودا پيست کې نیول شوی وو.