په آلمان کې یو نرس د ۱۰۰ ناروغانو د وژنې په جرم محکمه شوی
۱۳۹۷ آبان ۸, سهشنبهپه آلمان کې يو نرس چې د دوو قتلونو په جرم په عمري بند محکوم شوی وو، په دوو روغتونونو کې د قتل د نورو ۱۰۰ پيښو په تړاو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتي۳۰ نیټه) بيا محکمې ته وړاندي شو.
پر دغه آلماني نرس تور دی چې د ۲۰۰۰م کال له فبروري مياشتي څخه د ۲۰۰۵م کال تر جون میاشتې پورې یې د آلمان د کوز زاکسن ایالت د اولدنبورګ او دالمن هورست ښارونو په روغتونونو کې ځيني ناروغان په قصدي توګه وژلي دي.
پر هغه تور دی چې ځيني ناروغان به يې انتخابول او بیا به یې داسې درمل ورکول چې د زړه فعالیت يې ودريږي چې بیا به د بریښنايي جټکو پر مټ د هغه د ژوندي پاتېدو هڅې کیدلې. دغه نرس په دې ترڅ کې تر ټولو زوړ يو ۹۶ کلن او تر ټولو ځوان ناروغ بیا ۳۴ کلن انتخاب کړي دي.
د آلمان څارنوالان ادعا کوي چې تورن کس د بې کارۍ له کبله او دا چې غوښتل یې د خپلو روغتیايي مهارتونو د اجرا کولو له لارې خپل همکاران تر اغیز لاندي راولي، دغه راز کارونه کړي دي.
په ۲۰۰۵م کال کې د هیوګل په نوم دغه نرس د روغتون یوې نرسي بالفعل ونيو، خو دا چې څومره کسان به دغه شان وژل شوي وي تر اوسه پورې لا نامعلومه ده. د معلوماتو له مخې له هغه وخت راهیسې په ترکیه کې د دوو جسدونو په ګډون په آلمان کې هم تر۱۳۰ ډیر جسدونه د معایناتو له پاره بيرته له قبرونو را ایستل شوي دي.
هیوګل تر دې مخکي لا د شپږو نورو جرمونو له کبله چي دوه يې قتل او نور يې د وژني هڅي وې، په عمري بند محکوم شوی وو.
پر هغه باندي په ۲۰۱۵م کال کې د دوو پیښو او د وژنې د هڅو تور پورې کړل شوی وو. په آلمان کې د عمري بند موده ۱۵کاله وي.
د محکمې پرمهال نوموړي وویل چې هغه په قصدي توګه د ناروغانو د زړه فعالیت دراوه، ځکه په خبره یې هغه به د ناروغانو له بیا ژوندي کولو خوند اخیست.
د یادوني وړ ده، کله چې پر یو ناروغ د زړه حمله راځي، نو یا د سینې په برخه کې مکررو فشارونو او یا د بریښنايي جټکو له کبله هڅه کیږي چې د ناروغ زړه بیرته په حرکت پیل کړي.