1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې د غیرقانوني پیسو د حواله کوونکو پر ضد چاپي وهل سوي

۱۳۹۸ آبان ۲۸, سه‌شنبه

پولیسو د سه شنبې په ورځ د آلمان په پنځو ایالتونو او هالنډ کی د نغدو پیسو د حواله کوونکو پر ضد عملیات پیل کړي. احتمالا دغو کسانو په غیرقانوني ډول د حوالې د سیستم له لارې پیسې بهر ته استولي.

https://p.dw.com/p/3TJ55
Deutschland Duisburg Verbotene Millionentransfers - Durchsuchungen in fünf Bundesländern
انځور: picture-alliance/dpa/C. Reichwein

د آلمان د مالیاتي چارو څیړونکو، پولیسو او قضایي چارواکو د یوې »نړیوالې تنظیم شوي جرمې شبکې« پر وړاندې له اقداماتو څخه خبر ورکړی دی. دغه چارواکي په مجموعي ډول پر ۲۷ کسانو چې عمرونه یې د ۲۳ او ۶۱ کلونو ترمنځ دي تور لگوي چې په ډیره اندازه نغدي پیسې یې په غیرقانوني ډول له آلمان څخه بهر ته انتقال کړي دي.

د نوردراین ویستفالن ایالت جنایي چارو ضد ادارې او د دغه ایالت د مرکز دوسلدورف ښار څارنوالۍ رپوټ ورکړی دی چې د شپږو تورنو کسانو چې د نیول کیدو امر یې ترمخه صادر سوی وو تر یوې کچې د ځانگړو ځواکونو په مرسته هم عملي سوی.

پلټونکو او پولیسو د سه شنبه په سهار د آلمان په پنځو ایالتونو کې خپل ځانگړي عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو په ترڅ کې د نوردراین ویستفالن، هیسن، هامبورگ، برلین او بادن وورتمبرگ ایالتونو او همدارنگه هالند کې مجموعاً ۶۲ کورونه او شرکتونه تلاشي سوي دي.

دغه عملیات د »نوردراین ویستفال ځانګړې ډلې« له لوري ترسره سوي چې تازه رامنځ ته سوي ده. د چارواکو په خبره ۸۵۰ پولیسو او ۱۱ څارنوالانو په دغو عملیاتو کې گډون درلود.  

له بانکي جوازه پرته د پیسو انتقال

پر شکمنو کسانو تور لګول کیږي چې هغه پیسې چې ښایې د غیرقانوني فعالیتونو له لارې په لاس راوړل سوي وي پرته له بانکي جوازه، د حوالې د سیستم له لاری خارج ته انتقال کړي وي. د  "زود دویچه څایتونگ" په نامه ورځپاڼې او "دبلیو دي آر" او "ان دي آر" د رسنیو په حواله خبره د ۲۰۰ میلیونو یورو پر انتقال باندې ده چې زیاتره دغه پیسې ترکیې ته انتقال سوي دي.

دغه ځانگړي عملیات زیاتره د دویسبورگ شا او خوا سیمو ته متمرکز ول چې په کې د شخصي کورونو ترڅنگ د فلزاتو شرکتونه او زرگرۍ  هم تر تلاشۍ لاندې راغلي دي.

G.P/S.R/dpa