په آلمان کې پر مسلمانانو بریدونه کم شوي
۱۳۹۷ مرداد ۳۱, چهارشنبهد آلمان د کورنیو چارو د وزارت له لوري د خپرو شویو شمیرو له مخې د ۲۰۱۸م کال د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې پر مسلمانانو، جوماتونو او په آلمان کې د مسلمانانو اړوند پر نورو سازمانونو باندې په مجموعي توګه ۳۲۰ بریدونه ترسره شوي دي. په دې ترتیب سره د ۲۰۱۷م کال د همدې مودې په پرتله چې پکې شاوخوا ۵۰۰ ورته پیښې ثبت شوې، د پام وړ کموالی دی.
د آلمان د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې په دغه ډول بریدونو کې فزیکي او لفظي بریدونه، تهدیدي لیکونه او جایدادونو ته د تاوان رسولو پیښې شاملې دي. د حکومت له لوري دغه شمیرې د کیڼ اړخو د ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اګست ۲۲مه) خپرې شوي او د «نويه اوسنابريوکر څایټونګ» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې یې په هکله رپوټ ورکړی دی.
د آلمان په پارلمان کې د کیڼ ګوند غړې اولا جیلپکه په دې هکله وویل چې د بریدونو کمیدل یو ښه زیری دی خو حکومت ته یې د ځان د رضایت په هکله خبرداری ورکړ. نوموړې په دې هکله وویل: «[په آلمان کې] له مسلمانانو اطباعو څخه ټولنیز پیوستون لاهم موجود نه دی. هغوی چې مسلمانان بهرنیان ګڼي، هغوی بې اعتمادۍ ته لمن وهي چې په پایله یې بیا دغه راز بریدونه دي.»
د تازه شمیرو له مخې که څه هم په عمومي توګه د بریدونو په شمیر کې کمښت راغلی، خو بیا هم د مسلمان ضد بریدونو کې د ټپي شوو کسانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی. د ۲۰۱۷م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغه راز بریدونو کې ۱۸ کسان ټپیان شوي وو خو د ۲۰۱۸م کال په لومړۍ نیمايي کې بیا دغه شمیر ۲۵ کسانو ته لوړ شوی دی.
سربیره پر دې په آلمان کې د ۲۰۱۷م کال په ترڅ کې پر مسلمانانو او د مسلمانانو اړوند پر سازمانانونو باندې له ۹۵۰ ډیر بریدونه ثبت شوي وو، خو په دې هیواد کې د مسلمانانو مرکزي شورا بیا ویلي وو چې په دغه احصایه کې پر مسلمانانو ټول بریدونه نه دي ذکر شوي او دا چې زیاتره بریدونه له راپور ورکونې پرته له پامه غورځول شوي دي.
زموږ له آرشیف څخه: