1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې پر غوښو د مالیاتو لوړولو وړاندیز

۱۳۹۸ مرداد ۱۶, چهارشنبه

په آلمان کې د غوښې خوړلو عادت کیدای شي په راتلونکي کې د عام خلکو له پاره په لوړه بیه تمام شي. د پارلمان استازو وړاندیز کړې دی چې د چاپیریال ساتنې او څارویو د ښیګڼې له پاره دې پر غوښو مالیه لوړه کړای شي.

https://p.dw.com/p/3NWFY
Symbolbild - Hähnchenfleisch - Fleischkonsum
انځور: picturealliance/A. Franke

آلمان د اروپا تر ټولو ګڼ میشته هیواد دی او د دغه هیواد په سوپر مارکیټونو او د خوراکي توکو په نورو دوکانونو کې تر اوسه پورې غوښې په نسبتاً ارزانه بیه ترلاسه کیږي.

د نورو هیوادونو د مالیاتي قوانینو په څیر په آلمان کې هم د حکومت له خوا د پیر او پلور پر توکو ټاکل شوې اندازه مالیه وضع کیږي چې VAT (ویلیو ایډډ ټیکس) یي بولي.

پر لوکس او د ژوند د اړتیاو پر نورو شیانو ۱۹ سلنه او پر خوراکي توکو د هغې تر نیمایي یعنې ۷ سلنه هم کمه مالیه وضعه کیږي.

د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند SPD او ززغون، ګوندونو پارلماني استازو اوس وړاندیز کړی دی چې په هیواد کې د غوښو استعمال د کمولو په خاطر او په دې توګه د چاپیریال ساتنې او څارویو د ښيګڼې په موخه دې «میټ ټکس» یا پر غوښو مالیه وضع کړای شي.

دا به کومه نوي مالیه نه وي، خو په دې توګه به لکه د نورو توکو پر غوښې او له غوښې څخه پر جوړیدونکو محصولاتو د پلور د مالیي (سیل ټکس) کچه له ۷ سلنې څخه ۱۹ سلنې ته لوړ کړای شي. که دا وړاندیز تائید شي نو د غوښينو محصولاتو مصرفونکي باید د اوس په پرتله ۱۲ سلنه ډیره مالیه ورکړي.

د زرغون ګوند د کرهڼې سیاست د چارو ویاند فریدریش اوستن دورف وویل: «زه په دې نظر یم چې د سیل ټکس یا پلور مالیي په برخه کې موجوده مراعت ختم او دغه کچه ۱۹ سلنه کړای شي. په دې توګه هغه اضافي مالیه چې حکومت یي ترلاسه کوي هغه دې د چاپیریال ساتنې او د حیواناتو د خیر ښیګڼې په برخه کې ولګوي».

د صدراعظمې انګلا میرکل مسیحي دیموکرات ګوند په دې نظر دی چې له دې لارې ترلاسه کیدونکي پیسې باید د بزګرانو د مرستې له پاره ولګول شي.

د آلماني رسنیو په حواله د AFD «د آلمان له پاره بدیل» او د چپیانو ګوندونه د دې وړاندیز مخالفت کړی دی.

د کارپوهانو په حواله په نړیواله کچه د غوښې د تولید صنعت په هغو اقتصادي سکتورونو پورې اړه پيدا کوي چې تر ټولو ډیر کاربن ډای اکسایډ د تولید سبب کیږي. همدا د کاربن ګاز بیا د اقلیمي بدلونونو د رامنځته کیدو له مهمو عواملو څخه شمیرل کیږي.

د چاپیریال ساتنې کارپوهان دا غوښتنه هم کوي چې د غوښې استعمال له کمولو سره د چاپیریال ساتنې د هڅو په برخه کې په واضح ډول پرمختګ رامنځته کیدای شي. د همدې دریځ په ملاتړ په نړیواله کچه د سبزیجاتو په استعمال کې هم زیاتوالی رامنځته کیږي.

دویچه ویله اردو/ ش.ن/ ن.ز