په آلمان کې ولسمشر څرنگه ټاکل کیږي
۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعهدغه شوار د آلمان د فدرالي جمهوریت د پارلمان له استازو، د ایالتي پارلمانونو له غړو او د ځینو مخورو اجتماعي شخصیتونو څخه چې د قوي گوندونو له خوا ټاکل کیږي جوړه شوې ده.
حاکم حکومتي گوندونه او نور هغه گوندونه چې د آلمان په پارلمان کې څوکۍ لري کولای شي چې د دغه مقام له پاره خپل نوماندان وروپیژني. خو ډیر وخت هغه نوماند د آلمان د ولسمشر په توگه ټاکل کیږي چې د حاکمو گوندونو له خوا پیژندل شوی وي.
د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل، چې د آلمان د مسیحي دیموکرات گوند مشري هم پر غاړه لري ویلي دي چې ژر به له خپلو نورو ائیتلافي گوندونو سره یو ځای د ولسمشرۍ له پاره خپل نوی کاندید وروپیژني.
کریسیتان وولف چې د مسیحې دیموکرات د گوند غړی دئ هم د انگلا میرکل له خوا د آلمان د ولسمشر په توگه معرفي شوی وو.
داسې ښکاري چې انگلا میرکل د ولسمشرانو په معرفي کولو کې ښه بخت نه لري ځکه چې وولف دویم ولسمشر دئ چې د هغې له خوا پیژندل کیږي او مخکې له دې چې کاري دوره ئې پای ته ورسیږي له خپلې دندې څخه استعفأ کوي.
له کریستیان وولف څخه مخکې هورست کوهلر د آلمان ولسمشر وو. هغه په افغانستان کې د آلمان د ماموریت په هکله د خپلو خبرو په خاطر له دغې دندې څخه استعفا وکړه.
کوهلر افغانستان ته له یوه لنډ سفر وروسته ویلي وو چې آلماني ځواکونه د دغه هیواد د اقتصادي گټو ساتلو له پاره مهم رول لوبوي.
مسعود جهش/ عارف فرهمند
کتونکی: نسیم صابر