1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوم مهاجر له آلمانه بهر ته د سفرونو اجازه لري؟

۱۳۹۷ مهر ۲۰, جمعه

آلماني چارواکي خبر ورکوي چې د هغو مهاجرو شمير مخ په ډيريدو دی چې بهر ته سفرونه کوي، په داسې حال کې چې دوی ښايي د سفر اجازه ونه لري. موږ دلته د قوانينو يو لیست او په دې اړه محدوديتونه چمتو کړي دي.

https://p.dw.com/p/36Q2v
Kontrollen am Flughafen Frankfurt
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

هغه مهاجر چې آلمان ته رارسيږي او په دغه هيواد کې د پناه غوښتنه کوي، ښايي لږ وروسته ورسره جوخت داسي فکر پيدا شي بيرته يووار د خپلي کورنۍ د ليدلو له پاره هيواد او يا نورو هيوادونو ته سفر وکړي. خو د دوی دغه اقدام کيدای شي د اقامې له مخي قانوني نه وي او جدي عواقب ولري. دا چې يو مهاجر کولای شي سفر وکړي يا نه د هغه په اقامې پوري تړلې ده.

د اقامې ډولونه

هغه کسان چې د پناه غوښتني ته يې د رسيدګۍ تر وخته اقامه (Aufenthaltsgestattung) لري

که تاسو د دغه شان اقامې لرونکي ياست، د آلمان له خاورې او يا له هغه ځايه چې تاسو پکښې ژوند کوی، د وتلو اجازه نه لرئ. د دغه شان اقامې لرونکي مهاجر او پناه غوښتونکو ته تر هغه وخته چې د پناه غوښتني ته يې رسيدګي کيږي او پر دوسيو باندي يې پريکړه نه وي شوې، اجازه نه لري چې له آلمان څخه ووځي. کيدای شي دغه دوره اوه مياشتې او يا له دې هم ډير وخت ونيسي. په دغه دوره کې تاسو نه يوازې له آلمان څخه د وتلو اجازه نه لرئ، بلکي بايد يوازې په هغه ځای کې چې اوسيږی ژوند وکړئ او له دغې سيمې بهر ونه وځئ.

هغه کسان چې د دولدونګ «Duldung» سند لري.

تاسو له آلمان څخه د وتلو اجازه نه لرئ. که چيرته مو د پناه غوښتنه رد شوې وي، خو د «دولدونګ» سند يا پاڼه درکړل شوي وي، کولای شئ په آلمان کې پاته شئ. دغه ډول پاڼه معمولا هغو افرادو ته ورکول کيږي چې د پناه حق نه لري، خو مبدا هيواد يې هم د (مسئولو چارواکو په وينا) بشپړ امن نه وي. تر هغه وخته پوري چې ستاسو د دولدونګ پاڼه د اعتبار وړ وي تاسو به نه اخراجيږئ. کومو مهاجرو چې دغه سند ترلاسه کړی وي، بهر ته د سفرونو اجازه نه لري او تمه کیږي چې له هغه ایالته چې پکې ژوند کوي هم بهر ونه وځي.

Deutschland - Asylantenheim - Migration
تاسو له آلمان څخه د وتلو اجازه نه لرئ - آرشيفانځور: picture alliance/dpa/B. Schackow

هغه کسان چې د حفاظت فرعي سند (یوه کلنه اقامه) لري

تاسو اجازه لرئ چې سفر وکړې، خو خپل اصلي هيواد ته تللی نه شئ. اوس په آلمان کې ډيرو مهاجرو او پناه غوښتونکو ته فرعي حفاظت ورکول کيږي چې دوی بهر ته د سفر اجازه نه لري. دغو افرادو ته د (Aufenthaltstitel) په نوم د اقامې سند ورکول کيږي. دا په واقعيت کې يو سفري سند نه دی. کوم افراد چې دغه شان اقامه ترلاسه کوي بايد له خپل اصلي هيواد څخه د پاسپورت غوښتنه وکړي تر څو وکړای شي بهر ته سفر وکړي. که چيرته هغوی پاسپورت نه لري او پاسپورت ته د درخواست وړاندې کولو امکانات هم و نه لري، کولای شي په سيمه کې د بهرنيانو اړوند يوې ادارې څخه د «بهرنيانو له پاره د سفر د سند» غوښتنه وکړي.

خو که چيرته د دغو کسانو په پاسپورت کې ذکر شوي وي چې دوی خپل مبدا هيواد ته تللي دي، په هغه صورت کې امکان لري چې له ستونزو سره مخامخ شي. ځکه دغه کار د دې ښکارندوي کوي چې دغه کسان خپل هيواد ته د ستنيدو په صورت کې له کومې امنيتي ستونزې، ګواښ او تعقيب سره مخامخ نه دي.

هغو کسانو ته چې پناه ورکړل شوې وي

دغه کسان د سفرونو اجازه لري خو خپل اصلي هيواد ته نه. که چيري ستاسو د پناه غوښتنه منل کيږي، په هغه صورت کې د سفر کولو سند ترلاسه کوئ چې بيا اجازه لری له آلمان څخه دباندي سفرونه وکړئ. خو خپل اصلي هيواد ته د سفر اجازه نه لرئ. که چيرته دغه افراد خپل اصلي هيواد ته سفر کوي، د هغو دغه کار داسي ښيي چې دوي نور د آلمان حکومت له خوا د محافظت اړتيا نه لري.

Deutschland Ausweis für Asylbewerber- Aussetzung der Abschiebung
که تاسو د حفاظت فرعي سند لرۍ، اجازه لرئ چې سفر وکړې، خو خپل اصلي هيواد ته تللی نه شئانځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

په دې صورت کې د دې امکان هم شته چې له دوی څخه د ورکړل شوي پناه سند بيرته واخيستل شي. که چيري دغه پناه غوښتونکي خپل هغه پاسپورت چې د خپل هيواد له خوا يې صادر شوی وي، تمديد کړي او يا د خپل هيواد سياسي نمايندګيو ته د نوي پاسپورت د ترلاسه کولو له پاره درخواست وکړي، کيدای شي په دې کار سره هم دوی په آلمان کې د ورکړل شوي پناه سند له لاسه ورکړي، ځکه د نوي پاسپورت د ترلاسه کولو په موخه د مبدا هيواد سفارت ته ورتلل د دې ښکارندوي کوی چې دوی ته هيڅ ډول خطر او ګواښ متوجه نه دی.

استثناوي او محدويتونه

تاسو کولای شي خپل هيواد ته د سفر کولو له پاره په خپله سیمه کې د بهرنيانو اړوند ادارې ته د خپل سفر په اړه مشخص دلايل وړاندې او توضيح کړئ. د دغې ادارې يو کارکوونکی ستاسو شرايط څيړي او بيا به ستاسو د سفر د درخواست په اړه تصمیم نيسي. په ځينو حالاتو کې د بيلګې په توګه کله چې د درخواست کوونکي کورنۍ يو نژدې غړی ډير سخت او شديد ناروغ وي، کيداي شي ورته د سفر يو ځانګړی سند ورکړل شي.

کيدای شي دغه ځانګړي سفري سند يو لړ محدوديتونه هم ولري. د بيلګې په توګه کيدای شي له آلمانه د درخواست کوونکي د غیابت وخت چې ۱۸۰ ورځي ټاکل شوی، تر۹۰ ورځو زياته نه وي. که تاسو په دې اړه کومه پوښتنه لرئ، په خپله سيمه کې د مهاجرو يا د بهرنيانو د چارو له ادارې سره په اړيکه کې شئ!

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: