1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې مسجدونو ته گواښونه

۱۳۹۸ مرداد ۲, چهارشنبه

په آلمان کې پر ځينو مسجدونو د بمي بريدونو گواښونو مسلمانان انديښمن کړي دي. د بېلا بېلو اسلامي ټولنو استازو اوس چارواکو ته مراجعه کړې ده: هغوی داسې احساس لري چې دولت يې پوره ساتنه نه کوي.

https://p.dw.com/p/3MeVt
Bombendrohung gegen Ditib-Moschee in Duisburg
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gambarini

يوه خبره روښانه ده چې نورهان سوکيان نوره تر پزې رسېدلې ده. تر هغه وروسته چې يوازې په جولای میاشت کې د ايزرلون، ويلنگن- شوننگن او ميونشن او همدا راز په کولن کې د مسلمانانو د « DITIB» يا د ديني چارو له پاره ترکي – اسلامي اتحاديې مرکزي جومات ته چې په آلمان کې تر ټولو ستر مسجد دی، گواښونه وشول، په دې وروستيو څو ورځو کې په دويسبورگ، منهايم او ماينز کې هم مسجدونو ته گواښونه شوي دي.

۴۹ کلنه نورهان سوکيان په آلمان کې د مسلمانانو د همغږۍ شورا ويانده ده. دغه شورا په ۲۰۰۷م کال کې جوړه شوې ده او په آلمان کې د څلورو سترو اسلامي سازمانونو کاري پليت فورم دی. په آلمان کې د مسلمانانو مرکزي شورا، د ديني چارو له پاره د ترکي – اسلامي اتحاديه، د آلمان د فدرالي جمهوريت اسلامي شورا او د اسلامي کلتوري مرکزونو ټولنه د دې شوار غړيتوب لري.

پر نويو گواښونو سره د سوکيان له پاره اوس کافي دلایل موجود دي چې آلماني چارواکو ته په ډېره بيړه مراجعه وکړي. نوموړې د سه شنبې په ورځ په کولن کې وويل: «مسلمانان ځانونه ډاډه نه احساسوي. دولت د داسې اقداماتو په کولو مکلف دی چې خلک پرې بيرته اعتماد وکړي.» 

هغې زياته کړه چې د آلمان فدرالي جمهوريت په ساده ډول دا مسئوليت لري چې ټول انسانان بې له وېرې او زور زياتي په خپل دين عمل وکړای شي. هغې وويل: «زموږ گډ ژوند ته خطر متوجې دی او په دې توگه زموږ ديموکراسۍ ته. دا د منلو نه ده.»

په دې ټکو سره هغې د ايمان مایزک د زړه خبره وکړه. دغه ۵۰ کلن د آخن ښار اوسېدونکی په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا چې لنډیز یې « ZMD» دی، مشري کوي. له دويچه ويله سره په يوه مرکه کې هغه خپله دا انديښنه پټه نه کړه چې د مسلمانانو سره زور زياتي ډېر شوی دی.

د نوموړي له پاره دا خبره روښانه ده چې «له اسلام سره دښمني او يا مسلمانانو سره دښمني ډېره زياته شوې ده.» هغه وويل: «موږ نژدې په هره اوونۍ کې پر مسجدونو د بریدونو يا زيانمولو په اړه شکایتونه ترلاسه کوو.» پخپله پر مسلمانانو هم حملو زور اخيستی دی.

د مسلمانانو په اړه ملاحظات

رسمي شمیرې د مایزک نظريه تقويه کوي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت په حواله په ۲۰۱۷م کال کې په ټولیزه توگه ۱۰۷۵ اسلام ضد جرمونه ثبت شوي دي. په دې کې پر مسجدونو باندي ۲۳۹ بريدونه شوي دي. که څه هم چې تر اوسه د ۲۰۱۸م کال وروستي ارقام نه دي په ډاگه شوي خو د کيڼ اړخه د جناح په غوښتنه شريک کړل شوي لومړي ارقام ښي چې په ۲۰۱۸م کال د ټپيانو شمیر زيات وو: تر سپتمبر مياشتې پورې په اسلام ضد بريدونو کې ۴۰ انسانان ټپيان شوي ول. د ۲۰۱۷م کال په همدې موده کې په دغه ډول بريدونو کې ۲۷ ټپيان شوي ول. په ټول ۲۰۱۷م کال کې بيا د ټپيانو شمیر ۳۲ ته سېدلی وو.

Symbolbild | "Antimuslimischen Rassismus"
په ۲۰۱۶م کال کې د تبعيض او پرديو سره کرکې پر ضد مظاهرهانځور: imago images/M. Heine

دا چې د مسلمانو په اړه په آلمانۍ ټولنه کې څه ډول ملاحظات شته، د فریدريش ايبرت موسسې په اصطلاح په «منځنۍ څېړنه» کې څرگنديږي. په دې څېړنه کې څېړونکي پر نورو سربيره د بېلا بېلو ولسي ډلو په اړه موجود قضاوتونه يا انديښنې سره مقايسه کوي. د دې څېړنو پايله داده چې هر پنځم پوښتل شوي د مسلمانانو په اړه  د کرکې ډکې څرگندونې کړي.

د پوليسو د دوامدارې ساتنې نه شتون

ايمان مايزيک يو څو مياشتې مخکې ويلي ول چې ارقامو ته په کتو سره په دې بايد څوک حیران نه شي چې لا څو کاله د مخه يو شمیر مسجدونو د سيمينارونو له لارې پېل وکړ چې د گواښونو په مقابل کې چمتووالی ونيسي.

هغه زياته کړه چې د امنيتي تدابيرو کنترول ترسره شو، له پوليسو سره تماس ښه شو او د دې ستونزې په اړه پوهاوی ورکړل شو، څو د دې زمينه برابره کړای شي چې ټولنه جرايم په نخښه او په گوته کړي.

خو د پوليسو له خوا د مسجدونو دوامداره ساتنه تر اوسه نه شته. د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر تر اوسه په دې اړه يوازې خبرې کوي او وايي چې که د خطر په اړه شواهد ترلاسه شي نو څارنه به هم قوي کړي.

خو د بمي بريدونو تازه گواښونو ته په کتو سره د نورهان سوکيان له پاره دغه ډول خبرې بسنه نه کوي. هغه وايي: «تازه گواښونه له پام غورځول کيږي. د امنيت ټينگولو په برخه کې زموږ غوښتنه نه اوريدل کيږي.»

که څه هم چې له نيکه مرغه د بمي بريدونو گواښونه تر اوسه عملي شوي نه دي خو بيا هم مسلمانانو نه شي کولی په آرام زړه مسجدونو ته ولاړ شي.

bs/nz (Daniel Heinrich)

زموږ له آرشيف څخه: