د آلمان په هرو دوو بيکارانو کې یو يې د مهاجرت ريښه لري
۱۳۹۸ فروردین ۱۱, یکشنبهپه آلمان کې د بې کاره کسانو شمير لږ شوی دی. د ورستنيو (د ۲۰۱۹م کال مارچ مايشتې) ارقامو له مخې حاضر وخت په آلمان کې دوه ميليون او ۳۳۰ زره بيکاره کسان ژوند کوي. خو په دوی کې د هغو بيکاره کسانو شمير چې د مهاجرت ريښې لري یو نوي ريکارډ ته رسيدلی دی.
د آلمان د کار د چارو مرکز د يوې ارزونې مطابق، په اوس وخت په آلمان کې د بيکاره کسانو ۴۶ سلنه یې هغه افراد تشکيلوي چې مهاجرتي ريښې لري. دغه ارزونه د روان کال په فبرورۍ مياشت کې شوې چې آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد ام زونتاګ» هغه خپره کړې ده.
دغه ارقام د هغو ۴ ميليون او ۱۰۰ زره کسانو له منځه چې د کار کولو توان لري، خو دوی دولتي مرستې ترلاسه کوي، ۵۷ سلنه دی. په دغې ډله کې د بيکاره کسانو ترڅنګ داسې کسان هم شتون لري چې عوايد يې د ژوند له پاره کفايت نه کوي او دوی په همدې دليل د آلمان د کارموندنې ادارې (Jobcenter) څخه مالي تکميلي مرستې ترلاسه کوي.
په تيرو پنځو کلونو کې د بيکاره کسانو په منځ کې د مهاجرو سهم ښکاره لوړ شوی دی. د مهاجرت بحران څخه دمخه د ۲۰۱۳م کال په وروستيو کې هغو بیکاره کسانو چې د مهاجرت ريښې لري د ټولو بيکارانو ۳۶ سلنه تشکيلوله او د دوهمې ډلې په پرتله (بيکاران او د تکميلي مالي مرستو ترلاسه کونکو» په پرتله ۴۳ سلنه وه.
په نورنبرګ کې د آلمان د کار آژانس چارواکي وايي چې کيدای شي د دوی ارزونه اصلي واقعيتونه بيان ونه شي کړای، ځکه چې د مهاجرت لرونکو کسانو پوښتنپاڼو ته د ځوابونو ورکړه داوطلبانه وه او یوازې ۷۹ سلنه ځوابونه ورکړل شوي دي.
د اداري لحاظه په آلمان کې هغه کس ته د مهاجرت ريښې لرونکی ويل کيږي چې خپله او يا لږ تر لږه د مور او پلار څخه يې يو په آلمان کې نه وي زيږيدلی. د آلمان ۲۴ سلنه وګړي د همدې معيار له مخې د مهاجرت ريښه لرونکي دي. له دغې ډله د هرو دوو کسانو څخه يو يې آلماني اقامه لري.
Mohyi, Bahram/ م.ک.ص/ ن.ص