1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې اخراجیدونکي نیمایي پناه غوښتونکي لادرکه دي

۱۳۹۷ تیر ۲۵, دوشنبه

د آلمان د فدرالي پولیسو د یوه داخلي رپوټ په حواله له دې هیواد څخه اخراجیدونکي نیمایي پناه غوښتونکي، تر اخراج مخکې لادرکه شوي. د دې کار لامل تر ډیره پورې د پناه غوښتونکو له خوا مزاحمتونه په ګوته شوي.

https://p.dw.com/p/31WF2
Polizeieinsatz im Flüchtlingsheim Migration Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/S. Puchner

د «بیلډ ام زونتاګ» په نامه په یوې آلمانۍ ورځپاڼه کې د یوه خپاره شوي رپوټ په اساس د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې خپلو اصلي هیوادونو ته د اخراجیدونکو مهاجرینو له نیمايي څخه ډیر حکمونه له ډیپورت یا اخراج څخه وړاندې د مهاجرینو د لادرکه کیدو له امله نه دي عملي شوي.

د آلمان د فدرالي پولیسو د یوه داخلي رپوټ له مخې د روان کال له پیل راهیسې تر مې میاشتې پورې له آلمان څخه د ۲۴ زره مهاجرینو د اخراج حکمونه صادر شوي. په دې رپوټ کې ویل شوي چې په دې برخه کې یوازې ۱۱ زره مهاجرین له آلمان څخه اخراج شوي دي.

په دې ترتیب سره په مجموعي توګه د مهاجرینو ۱۲۸۰۰ د اخراج موارد نه دي عملي شوي. له دې شمیر څخه ۱۱۵۰۰ اخراجیدونکي مهاجرین د اخراج پر ورځ په خپل ثبت شوو ادرسونو یا کورونو کې موجود نه ول. «بیلډ ام زونتاګ» لیکلي چې پاتې ۱۳۰۰ د پناه غوښتونکو اخراج حکمونه بیا د بیلابیلو عواملو له کبله نه دي بشپړ شوي او چارواکي اړ شوي چې د دوی اخراج وځنډوي. ورځپاڼه وايي چې د اخراج د نه عملي کیدو په دې عواملو کې ډیری برخه یې د پناه غوښتونکو له لوري مزاحمت دی.

بیلډ ام زونتاګ لیکلي چې د پناه غوښتونکو له لوري د اخراج د مخنیوي له پاره د مزاحمت زیاتره پیښې د نایجریا او ګیني اتباعو له خوا ثبت شوي دي چې شمیر یې شاوخوا ۶۰ سلنه ته رسیږي. د سومالیايي مهاجرنو له خوا دغه کچه بیا ۶۰ او د سوریايي اتباعو له خوا د مزاحمت کچه بیا شاوخوا ۴۰ سلنه ښوول شوې ده. په سیرالیون، ګیمبیا، مراکش، عراق او د ایریتیریا د مهاجرنو په برخه خپلو اصلي هیوادونو ته د اخراج پر مهال د مزاحمت کچه ۳۰ سلنه ښوول شوې ده.

دغو شمیرو ته په کتو سره د آلمان د فدرالي پولیسو مشر ارنسټ والټر، ویلي چې د دې ستونزو د مخنیوي له پاره په فدرالي او ایالتي کچه د لا ښه کار کولو اړتیا لیدل کیږي.