1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې شکمن ښی اړخه ترهګر نیول شوي دي

۱۳۹۷ مهر ۹, دوشنبه

د آلمان لوی څارنوال د کيمنيڅ ښار په اړونده سیمه کې د یوه ښی اړخه ترهګر سازمان د جوړیدو په هکله د تحقیاتو امر کړی دی. شکمن کسان په زاکسن او بایرن ايالتونو کې نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/35n5A
Demonstration der rechtspopulistischen Bewegung Pro Chemnitz
انځور: picture alliance/dpa

شپږ نیول شوي کسان چې سنونه یې د ۲۰ او ۳۰ کلونو تر منځ دي، پر نورو سربیره پرې شک دی چې له ۳۱ کلن کریستیان ک. په مشوره یې د «کيمنيڅ انقلاب» په نوم ښي اړخه ترهګر سازمان جوړولو کې ونډه لرلې ده. کریستیان ک. لا تر مخه د سپتمبر میاشتې په ۱۴ نیټه د سولې د نقض کولو په سبب د کيمنيڅ د څارنوالۍ په امر نیول شوی او اوس په توقیف کې دی.

د لومړنیو تحقیقاتو له مخې دغه نیول شوي تورن کسان د کيمنيڅ په حوزه کې له بیلا بیلو ښی اړخو ډلو ټپلو سره تړاو لري. د تحقیقاتو له مخې د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې پر یوولسمه نیټه دغه کسان د «کيمنيڅ انقلاب» په نوم له ډلې سره یو ځای شوي دي، چې کریستیان ک. پکښې مشرتوب پر غاړه اخيستی دی.

پر بهرنیانو بریدونه

د راپورونو له مخي دغې ډلي له دیموکراتیکي قانوني واکمنۍ څخه مخ اړخول خپل هدف ټاکلی وو. د دې موخې له پاره هغوی د بهرنیانو او سیاسي مخالفینو پر وړاندې له تشدده ډک او وسله وال بریدونه پلان کړي ول. زیاته شوې ده چې د دې شالید له مخې هغوی پتېیلې وه چې نیمه اتوماتیکې وسلې رانیسي.

د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې پر ۱۴مه نیټه له نیول شوو کسانو څخه یې پنځو تنو په اصطلاح د ملکي دفاع په ترڅ کې په کيمنيڅ ښار کې تاوتریخوالي ته چمتو له نورو ښی اړخو سره یو ځای پر ځينو بهرنیانو باندې حملې کړي او هغوی یې ټپیان کړي ول.

زموږ له آرشیف څخه: