په آلمان کې دوې جټ الوتکې سره جنګیدلي او رالوېدلي دي
۱۳۹۸ تیر ۳, دوشنبهاعلان
د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ (۲۱۰۹م کال د جون ۲۴مه) د آلمان د پوځ دوې «یورو فایتر» جټ الوتکي په مکلنبورن فورپومرن ایالت کې رالویدلي دي.
زیاته شوې ده چې دغو دوو الوتکو په ځايي وخت دوو بجو لږ مخکې یو له بل سره موریتز خلیج تر څنګ ټکر کړی دی او رالویدلې دي.
د آلمان هوایي ځواک دغه پیښه تائید کړې ده خو روښانه کړې یې ده چې دواړه پیلوټان ژوندي دي او د الوتکو تر جنګیدو مخکې یې ځانونه په پراشوټ کې ژغورلې دي.
(ms/nz (AFP, dpa