1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: دوو کسانو یو مرغه وواژه، خلکو هغوی ووهل

۱۳۹۸ مرداد ۲۱, دوشنبه

د آلمان په سویل کې یو شمیر کسانو پر هغو دوو تنو باندې برید کړی دی چې د «کپوکیلي» په نوم یو ډول اروپايي مرغه یې وژلی وو. دغو کسانو بیا ویلي دي چې مرغه دوی وګواښل او له ځان څخه په دفاع کې یې مرغه وژلی دی.

https://p.dw.com/p/3Nl6b
Auerhahn Tetrao urogallus männlich
انځور: Imago Images/blickwinkel/D. Occhiato

دوه آلماني نارینه و چې ویل کیږي د شنبې په ماښام یې یو نایابه مرغه په یوه بوتل وژلی وو، د عیني شاهدانو له سختې غوسې سره مخامخ شول. پولیسو ویلي دي چې پیښه په «تیتیسي نیوشتات» ښار کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې دغه دوه کسان له یوې محفل څخه د خپل کور پر لور روان ول.

د شکمنې پیښې پر مهال دغه دوه نارینه چې ۲۰ او ۲۲ کاله عمرونه لري، نشه ول. خو هغوی بیا پولیسو ته ویلي دي چې دغه مرغه هغوی ګواښلي ول، نو له دې کبله هغوی له ځانه دفاع وکړه.

خو هغو کسانو چې د دغه مرغه د وژلو پیښه یې په خپلو سترګو لیدله، په غوسه شول او پر دغو دوو کسانو یې برید وکړ. هغوی د مرغۍ شکمن وژونکي ووهل او پر سر یې ورته بیر چپه کړ. بیا یې دواړه ونیول او پولیسو ته یې وسپارل.

اوس پولیس د څو تنو په اړه په دې شک چې یوه کس یې ټپي کړی دی، څیړنه کوي. پر دې سربیره پولیس د نورو احتمالي جرمونه په اړه هم څیړنې کوي.

«کپوکیلي» یو ډول اروپايي مرغه دی چې نسل يې په آلمان او د اروپا په نورو برخو کې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی. اوس په آلمان کې داسې پلانونه تر لاس لاندې دي، چې له مخې یې دغه مرغه ژغورل کیدای شي.

(ms/nz (dpa, AFP