1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په آلمان کې د کور موندلو له پاره کوم کارونه غیر قانوني دي؟

۱۳۹۷ خرداد ۱۲, شنبه

په آلمان کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې پکې د کورونو څښتن د یو مهاجر په خوښه د کور د مساحت په هکله د کار ادارې ته غلط معلومات ورکوي ترڅو مهاجر کور ترلاسه کړي. له قانوني پلوه دغه کار غلط دی او مهاجر ته ښايي بدې پایلې ولري.

https://p.dw.com/p/2ypjQ
Deutschland Irak Flüchtlinge Übergangswohnheim München
انځور: AP

په آلمان کې د مهاجرت د کړکیچ له پیل راهیسې د نورو ستونزو لکه د ژبې د کورسونو او کار موندنې سربیره یوه بله لویه ستونزه چې مهاجرین ورسره لاس او ګریوان دي، هغه د کور موندل دي. سربیره پر دې په ۲۰۱۷م کال کې په آلمان کې د ترسره شوې یوې څیړنې پایلې ښوولې وه چې په دې هیواد کې کم خلک مهاجرو ته د کور په کرایه ورکولو ته زړه ښه کوي.

خو سربیره پر دې بیا هم، زیاتره مهاجرین د مهاجرینو په کمپونو کې تر میاشتو او په ځینو مواردو کې تر کلونو ژوند کولو وروسته په دې لټه کې دي چې خپل شخصي او جلا سرپناه پیدا کړي. په همدې هڅو کې کله نا کله له مهاجرینو ځینې داسې اقدامات هم وشي، چې خپله دوی ته ستونزې زیږوي.

په آلمان کې ځینې داسې رپوټونه خپاره شوي چې پکې د کور څښتن د آلمان د کار ادارې یا «جاب سنتر» ته چې د یوه مهاجر د کور د کرایې ورکولو مسوولیت لري، د کور د مساحت په هکله له دې امله غلط معلومات ورکوي چې له مهاجر سره مرسته وکړي ترڅو کور ترلاسه کړي. مهاجرین دغه څه قبلوي، خو دا باید له یاده ونه ایستل شي چې په آلمان کې دغه کار د قانون ماتول دي.

په زیاتره مواردو کې د آلمان د کار اداره یا «جاب سنتر» یوه مهاجر ته د کور ټول شرایط وړاندې کوي چې پکې تر د یوه مهاجر د کورنۍ د غړو په پام کې نیولو سره د کور د مساحت مسئله هم شامله وي. د بیلګې په توګه د یوې څلور کسیزې کورنۍ له پاره لږ تر لږه د یوه کور مساحت باید ۹۵ متر مربع وي. خو له دې امله چې د آلمان په ښاري سیمو کې د کور موندل یو ستونزمن کار دی، نو زیاتره مهاجرین د کور د مساحت په هکله د آلمان د کار ادارې ته دروغ وايې ترڅو کور خپل کړي.

Jobcenter Arbeitsagentur
انځور: picture-alliance/dpa

د دې کار په پایله کې زیاتره مهاجرین اړ کیږي چې په داسې کورونو کې ژوند وکړي چې په اصل کې د مجردو کسانو او یا د دوه کسانو له پاره جوړ شوي وي. په دې مسئله کې د کور څښتن یا د کورونو شرکتونه هم ښکیل وي، ځکه د کم مساحت درلودونکي کور په بدل کې دوی ډیرې پیسې ترلاسه کوي.

د یادولو وړ ده چې په آلمان کې د یوې وروستۍ محکمې د پریکړې له مخې، که په کوم مورد کې دا وموندل شي چې یو مهاجر په دغه راز پیښه کې ښکیل وي، نو د کور د څښتن په څیر په دې جرم کې په مساوي توګه مجرم ګڼل کیږي. په پایله کې له دې امله چې د خپل استوګنځي په هکله مو حکومتي ادارې ته غلط معلومات ورکړي، ممکن له درنې جریمې سره مخامخ شئ.