په آلمان کې د کارنوال د جشن تاریخي ریښې
۱۳۹۸ اسفند ۱, پنجشنبهپه آلمان کې خلک د کارنوال جشن د منځنۍ پیړې راهیسې لمانځي خو تر دې وړاندې هم د ژمې موسم د پای ته رسیدو د لمانځنې په خاطر یو ډول جشنونه موجود وو.
د رومانيانو د واک پرمهال، د بیلګې په توګه د راین د سیند په شاوخوا کې پرتو خلکو به د پسرلي په موسم کې د واینو [یو ډول شرابو] د خدای ډیونیسیس یو ډول جشن لمانځه چې پکې به زیات شراب یا الکول څښل کیدل او ډیرې خنداګانې به کیدلې. په دغو مراسمو کې به خلکو د څو ورځو له پاره د دې آزادي درلوده چې پر چارواکو له ویرې پرته انتقاد وکړي. دغه راز مراسم نن ورځ هم ادامه لري.
له روژې وړاندې شپه
هغه مهال چې د راین د سیند پر غاړه پراته اوسیدونکي عیسویان شول، په دې سیمه د بې دینانو جشنونه د کلیسا په رسمي جشنونو کې مدغم شول او بیا وروسته د تغیراتو په راتګ سره د نن ورځې په کارنوال جشن باندې بدل شول.
د کارنوال جشن تر ایسټر یا د عیسویانو تر عیدالقیام شپږ اونۍ وړاندې لمانځل کیږي او د عیسویانو د روژې له وخت څخه وړاندې پیل کيږي. په حقیقت کې، په هغو سیمو کې چې خلک یې په آلماني ژبه خبرې کوي، لا هم دغو مراسمو ته د «فاست ناخت» یا د روژې د شپې کلمه کارول کیږي.
تر دې وروسته، شپږ اونۍ یا څلویښت ورځې روژه نیول په اصل کې د آرام او د ځان په هکله د فکر کولو وخت وي. د کلیسا د معلوماتو له مخې، په دې موده کې باید خلک له ډیرو خوړو او ډیر څښاک څخه ډډه وکړي او دا چې په دې وخت کې دې د عیسي (ع) د مرګ او ځوریدنې په هکله فکر وکړي. زیاتره عیسویان وړاندې له دې چې د دوی د روژې او پاکوالي میاشت پیل شي، غواړي له خپل ژونده خوند واخلي. نن ورځ کارنوال زیاتره په هغو سیمو کې لمانځل کیږي چېرته چې کاتولیک عیسویان ژوند کوي، د بیلګې په توګه په آلمان کې د راین سیند پرغاړه په پرتو ښاورنو له کولن، ماینز او یا هم دوسلدورف کی.
په اصل کې د کارنوال په ورځ نړۍ سرچپه کیدله داسې چې عادي خلکو به د شاهانو نقش لوبوو او د سرو زرو د سکو پر ځای به یې په خلکو خوراکي توکي او شراب ویشل. نن ورځ هم په دې ورځ خلک سړکونو ته راوځي او پر خلکو خواږه توکي ویشي.
ډیر خلک په دغه ورځ له خپلو دفترونو څخه رخصتي اخلي او په اصطلاح د کال د پنځم موسم پیل لمانځي. په آلمان کې ښځې د نارینه و نیکټایي ګانې قیچي کوي او په سمبولیک ډول د خپلو ښارونو کنترول په خپل لاس کي نیسي. همدا ډول د بن په ښار کې هم ښځې په سمبولیک ډول د ښاروالۍ کنترول په لاس کې اخلي. دغه فیستیوال به په آلمان کې د یوې اونۍ له پاره دوام وکړي.