1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د ښي اړخو افراطيانو پر ضد سترې مظاهرې

۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبه

د آلمان د هاله او کاسل ښارونو په زرونو اوسیدونکو د مظاهرو په ترسره کولو، ښي اړخي افراطیانو پر وړاندې خپل مخالفت ښکاره کړ. ښي اړخي افراطيان په همدې دوو ښارونو کې له يو بل سره ليده کاته کوي.

https://p.dw.com/p/3MRR1
Deutschland Demo gegen rechte Kundgebung in Kassel
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

په زرونو کسانو د شنبې په ورځ (د جولای ۲۰مه) د آلمان د زاکسن انهالت ايالت په هاله ښار او د هسن ايالت په کاسل ښار کې د مظاهرو او نورو فعاليتونو په ترسره کولو سره، له ښي اړخو افراطيانو سره خپل مخالفت ښکاره کړ.

د آلمان د پوليسو په وينا، د کاسل ښار په مظاهرو کې شاوخوا ۱۰ زره کسانو برخه اخيستې وه. د هاله ښار په مظاهرو کې د ګډونوالو شمير بيا شاوخوا ۳ زره ښودل شوی دی.

په کاسل ښار کې مظاهرې د والتر لوبکه د تورن قاتل د مجازاتو د ناڅرګند حکم په دليل ترسره شوې. لوبکه د مسيحي دموکرات ګوند غړی وو. هغه د جون مياشتې په دوهمه، کاسل ښار ته نژدې په ولف هاګن ښار کې په خپل کور کې له نژدې فاصلې په ډزو وويشتل شو او کلک ټپي شو. لوبکه بيا وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. هغه د سر په کوپړې په ګولۍ لګيدلی وو.

والتر لوبکه د هغو سياستوالو له ډلې څخه وو چې په ۲۰۱۵م کال کې يې د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل له مهاجر پلوه سياست څخه ملاتړ کړی وو.

د لوبکه په قتل تورن کس چې د ښي اړخيتوب افراطي سابقه لري، په لومړي سر کې د دغه سياستوال پر وژنه اعتراف کړی وو، خو وروسته يې خپل اعتراف بيرته واخیست.

د هاله مظاهرې بيا په دغه ښار کې د هويت غوښتونکو د خوځښت د غړو او پلويانو تر منځ د ليدو کاتو په مناسبت ترسره شوې. د دغې ډلې پلويان په هاله کې يو کور لري چې په آلمان کې د همدې ډلې مرکز ګڼل کيږي. د آلمان د داخلي امنيت سازمان ياده ډله تازه، د جولای په ۱۱مه د ښي اړخي افراطيانو په رديف کې راوستله. د دغه سازمان له نظره د هويت غوښتونکو خوځښت په آلمان کې د آزادۍ غوښتنې او دموکراتيکو اصولو اساسي مخالفان دي.

د شنبې ورځې تر مظاهرو وروسته، هويت غوښتونکو د لاريون اجازه ترلاسه نه کړه او پولیسو هغوی له مظاهره کونکو څخه جلا د خپل کور مخ ته ايسار کړل.

په عين حال کې د آلمان د ښي اړخي عوام پال «آلمان له پاره بديل» ګوند مشر، يورګ موېتن، د شک اظهار کړی دی چې ګواکې د آلمان د داخلي امنيت سازمان د ښي اړخو او کيڼ اړخو ډلو له پاره له يو ډول معيارونو څخه کار اخلي.

د آلمان د خبري آژانس په حواله، مويتن د شنبې په ورځ، فونکه رسنيزې ډلې ته وويل: «زه د هويت غوښتونکو له خوځښت څخه داسې هيڅ ډول تاوتريخجن عمل نه پيژنم څرنګه چې موږ یې له کيڼ اړخو څخه پيژنو.» هغه زياته کړه ځکه خو کولای شو دا پوښتنه وکړو چې «د آلمان د امنيت سازمان ارزونې تر کومه بريده منصفانه دي.»

د آلمان په دوو ښارونو کې د ښي اړخو افراطيانو پر ضد مظاهرې، د هيټلر د وژلو د هڅې (سو‌ء قصد) او د شتاوفنبرګ او د هغه د ډلې د څو نورو غړو د اعدامولو له ۷۵مې کليزې سره په يوه وخت کې ترسره شوي دي.