1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تير کال په آلمان تر ټولو ډير رد شوي مهاجر افغانان ول

۱۳۹۷ آذر ۳, شنبه

تير کال په آلمان کې د مهاجرو شمير د يو کال مخکې هغه په پرتله پنځه سلنه لوړ وو. په ۲۰۱۷م کال آلمان ته د تازه رسيدلو مهاجرو په ډله او د هغو چې رد ځوابونه يې ترلاسه کړي، تر ټولو ډير يې افغانان دي.

https://p.dw.com/p/38qGd
Deutschland Migrantenfamilie
انځور: Imago/W. Rothermel

د آلمان په ويسبادن ښار کې د احصايې يا د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د رپوټ له مخې، د ۲۰۱۷م کال په پای کې يو ميليون او ۷۰۰ زره کسان د نوم لیکنې په مرکزې اداره کې د پناه غوښتونکو په توګه ثبت شوي ول.

د آلماني چارواکو د تعريف له مخې، پناه غوښتونکی هغه چا ته ويل کيږي چې د بشر دوستۍ له مخې په آلمان کې استوګنه غوره کړي. په دې ډله کې هغه کسان راځي چې خپل د پناه غوښتنليکونه يې سپارلي او د چارواکو له خوا د څيړنو په حال کې وي، هغه پناه غوښتونکي چې د ژنيو کنوانسيون پر بنسټ په آلمان کې په رسميت پيژندل شوي وي او هغه پناه غوښتونکي چې په آلمان کې يې د پناه غوښتنه رد شوې وي خو لا هم په دغه هيواد کې ژوند کوي.

د ۲۰۱۷م کال په پای کې د ۳۴۹ زره پناه غوښتونکو د دوسيو په اړه نهايي تصميم نه وو نيول شوی. د دغو افرادو شمير په ۲۰۱۶م کال کې ۲۲۶ زره وو. په دې حساب تير کال د هغو پناه غوښتونکو شمير کوم چې په نامعلوم وضعيت کې يې قرار درلود، له ۳۶ سلنې څخه ۲۱ سلنې ته راښکته شو.

افغانان په لوړ شمير کې

په دغو افرادو کې تر ټولو ډير يې افغانان ول چې ورپسې عراقي او سوريايي پناه غوښتونکو په دوهم او دريم ځاي کې قرار درلود. په دغه کال د افغان پناه غوښتونکو شمير ۸۴ زره، د عراقي ۳۸ زره او د سوريايي پناه غوښتونکو ۲۸ زره ښودل شوی دی.

Demonstration Köln gegen Abschiebung nach Afghanistan Menschenrechte
تيرکال آلمان ته په تازه رسيدلو مهاجرو او هغو چې د رد ځوابونه ترلاسه کړي تر ټولو ډير يې افغانان ديانځور: DW/R.Shirmohammadil

د ۲۰۱۷م کال په پای کې شاوخوا يو ميليون او ۲۰۰ زره پناه غوښتونکي په دې بريالي شوي ول چې د بشر دوستانه دلايلو پر بنسټ په آلماني کې د اوسیدو اقامې ترلاسه کړي.

د دغو افرادو شمير چې تر دې مخکې ۵۴ سلنه وو، په ۲۰۱۷م کال کې ۶۹ سلنې ته لوړ شو. د دوی ۶۱ سلنه برخه يې له افغانستان، عراق او سوريې هيوادونو څخه ول. د سوريايي پناه غوښتونکو شمير ۴۷۵ زره، عراقي ۱۲۸ او د افغان پناه غوښتونکو ۱۰۵ زره ښودل شوی دی. د ۷۷ سلنې پناه غوښتونکو اقامې موقتي وې.

د اخراج پر ځای زغم

هغه پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنليکونه يې رد شوي، په هغو کې تر ټولو ډير يې افغانان دي چې تر هغې وروسته سربستان او البانيا راځي. د رد شوو افغان پناه غوښتونکو شمير ۶۱ زره، د سربیانو ۱۴ زره او د البانيايانو ۱۲ زره ښودل شوی دی. ارقام ښيي چې په ۲۰۱۷م کال کې د هغو کسانو شمير چې د شمالي افريقا هيوادونو څخه آلمان ته راغلي او دلته د پناه غوښتونکي ګرځېدلي دي هم لوړ شوی وو.

دغه راز ۱۷۸ زره پناه غوښتونکي، سربیره پردې چې د پناه غوښتنليکونه يې رد شوي، په آلمان کې اوسيدل. په ۲۰۱۷م کال کې د دغو افرادو شمير يوه سلنه لوړ شوی وو. آلمان، د دغې ډلې د اکثريت پر وړاندې چې ۷۸ سلنه ښودل شوې، د اخراج قانون پر ځای د «تحمل» یا زغم له قانونه کار اخيستلی دی.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: