1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د يوه ماشوم وژنه او ستر امنيتي بدلون

۱۳۹۸ شهریور ۲۳, شنبه

د آلمان حکومت د آلمان د اورګاډو شرکت سره، د اورګاډو په تمځايونو کې د لا ښه امنيت د برابرولو په موخه يو توافق وکړ. دغه توافق شپږ اوونۍ وروسته تر هغې کيږي، چې يوه رواني ناروغ، يو هلک د اورګاډي مخ ته ګوزار کړ او هلک مړ شو. 

https://p.dw.com/p/3PbWm
Deutschland Attacke im Frankfurter Hauptbahnhof
انځور: Imago Images/epd/H. Lyding

شپږ اوونۍ مخکې د آلمان د فرانکفورت ښار د اورګاډو په عمومي تم ځای کې يو اته کلن هلک خپل ژوند له لاسه ورکړ. يو سړی چې وروسته يې په اړه وويل شول روانې ناروغي لري، يوه مېرمنه او د هغې زوی د يو راروان اورګاډي مختې ته ټيل وهل، چې په پيښه کې مور بچ شوه خو زوی يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

عامل د نورو کسانو د وژنې پلان هم درلود

د دغې حملې عامل ۴۰ کلن دی او درې اولادونه لري. هغه په دې هڅه کې وو چې يوه بله ۷۸ کلنه ښځه هم د اورګاډې لاندې ګوزاره کړي خو بريالی نه شو.

تر دغې پيښې وروسته د آلمان د ترانسپورت او کورنيو چارو وزيرانو او د آلمان د اروګاډو د شرکت عمومي مشر په خپلو کې وليدل. د ترانسپورت وزير تر کتنې وروسته وويل چې دوی د آلمان د اورګاډو په تمځايونو کې د لا زيات امنيت د ټينګښت په موخه يو توافق کړی دی. د شوي توافق له مخې په پام کې ده چې د اورګاډو په مرکزي تمځايونو کې د پولیسو شمير او د هغوی ګزمې ډیرې شي. سربيره پر دې په دغو تمځايونو کې به داسې پرمختللې کامرې هم لا ډيرې لګول شي چې د څيرو د تشخيص وړتيا ولري.

امنيتي توافق څه وخت عملي کيږي؟

روښانه شوې چې د پوليسو ۱۳۰۰ اضافي ځواکونه به د اروګاډو په مرکزي تمځايونو کې په پر امنيتي دندو ګمارل کيږي. دغو پوليسو ته د ځانګړو روزنو ورکړه به هم وخت نيسي، ځکه خو د دغې طرحې د عمل وروستی وخت ۲۰۲۴م کال ښودل شوی.

Attacke im Frankfurter Hauptbahnhof
۱۳۰۰ نوي پوليس ځواکونه به په دندو ګمارل کيږيانځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر ويلي دي چې سربيره پر دې د آلمان د پوليسو په فدرالي اداره کې به تر ۲۰۲۵م کال پورې ۱۱۳۰۰ نوي کاري پوستونه جوړ شي. دغه قوا به په تمځايونو کې د حملو د مخنيوي په برخه کې فعاليت کوي.

په عين وخت کې د آلمان د اروګاډو شرکت هم ويلي دي چې د خپلو امنيتي ځواکونو شمير هم د اورګاډو په دننه او هم بهر کې زياتوي.

د دغې ادارې مشر ويلي دي چې د دغه مقصد له پاره به هر کال لس ميليونه يورو تخصیص ورکول کیږي.

پرمختللې امنيتي کامرې

د آلمان د ترانسپورت وزير بيا ژمنه کړې چې د راتلونکې کال له پاره ۵۰ ميليونه يورو د ويډيوي تکنالوژۍ او ۲۵۰ ميليونه يورو د ديجيتلي سيستم د ارتقا په برخه کې لګوي. دغه سيستم به د دې وړتيا ولري چې د تورن کس څيره د خلکو په ګڼه ګوڼه کې تشخيص کړي.

په دې ترتيب آلمان غواړي د ۲۰۲۴م کال تر پايه پورې خپل د اورګاډو ټول تمځايونه د امنيت له پلوه په تر ټولو عصري تکنالوژۍ سمبال کړي.

د فرانکفورت پيښې، په آلمان کې خلکو ته ټکان ورکړ. د دغه ښار محکمې ويلی چې تورن کس پر پرمختللې رواني ناروغۍ اخته دی. هغه اوس په يوه روغتون کې ساتل کيږي.

دغه سړي په سوئيس کې هم دوسيه درلوده او د دغه هيواد پوليس يې په تعقيب کې ول. تر اوسه معلومه نه ده چې هغه د سوئيس د بازل ښار څخه څنګه ځان فرانکفورت ته رسولی وو.

دلته يو انځوريز البوم کتلای شئ!