په آلمان کې د مهاجرت پر ادارې د فساد تورونه
د مهاجرو او کډوالو په چارو کي د آلمان د فدرالي ادارې پر ځنو ایالتي دفترونو تور لګول کیږي چې د ځينو مهاجرو غوښتنلیکونه یې د بډو په مقابل کې منلي دي. اوس په زرونو دوسيې له سره ارزول کيږي.
د مهاجرو او کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره
د ۲۰۱۸ م کال د اپريل مياشتي پر شلمه د مهاجرو او کډوالو له پاره د آلمان د بریمن ایالت د اداري ځيني کارکوونکي په دې تورن شول چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ یې په سونو مهاجر په غیر قانوني ډول منلي دي. ډیري دغه غوښتنلیکونه د عراق د ایزیدي اقلیت د لږکیو ول. څارنوالۍ اعلان وکړ چې د دغه ایالت د مهاجرو چارو ادارې د رئیسې په ګډون شپږ ته د ۱۲۰۰ مواردو په اړه چې د مالي فساد شک پرې کیږي باید ځواب ووایې.
لوی زیان
د آلمان د صدراعظمي ویاند شټیفن زایبرت، د دغو تورونو اړوند نرم غبرګون ښکاره کړ او وی ویل: هغه اټکلونه چې دغه تورونه به د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې ته کومې پایلې ولري، سم کار نه دی. هغه وویل چې په لومړي قدم کې د دغو تورونو په اړه باید ډیر وضاحت رامنځته شي. د آلمان د مهاجرت ادارې رسوایې کیدای شي د صدراعظمې میرکل د خلاصو دروازو سیاست له پاره په یوه لوی شرم بدله شي.
د دغې رسوایې د پيل پړاو
د آلماني رسنیو په حواله تر دې جنجال څو اوونۍ وروسته، د هغو مهاجرو دوسیې له سره ارزول کیږي چې په فساد تورنو دغو ۱۳ سیمه ایزو دفترونو کې یې غوښتنلیکونه ارزول شوي دي. په دغو دفترونو کې د مهاجرو د دوسیو د ارزولو پایلې د مهاجرت له نورو ادارو سره ډیر توپیر لري. په دې توګه نو د پناه غوښتني ۸۰۰۰ دوسیې دوباره څیړل کيږي.
د مهاجرت ادارې پر مشري شدیدي نیوکې
د شپیګل ورځپاڼي د رپوټ له مخي له رسوایي یوه میاشت وروسته، ځيني بربنډ شوي جزیات ښيې چې د مهاجرو او کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د دغو احتمالي غیرقانوني کړنو په اړه ډیر پخوا خبر درلود. د دغو رسوایو په پام کې نیولو سره د مهاجرو او کډوالو له پاره د آلمان د فدرالي ادارې مشرې میرمن یوتا کوردت، اعلان وکړ چې له ۲۰۰۰ کال څخه دي تر اوسه شاوخوا ۱۸۰۰ دوسیې دوباره و ارزول شي.
زیهوفر باید د پارلماني کمیټې ویاند
په همدې منځ کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر تائیده کړې ده چې هغه به د زرغون ګوند په غوښتنه د آلمان په پارلمان کې د داخلي کمیټي پر وړاندې شاهدي ورکړي. نوموړې کمیټه هیله منده ده چې له دې کار سره به د هغو بشپړو او پراخو پارلماني څیړنو چې عوامپاله ښي اړخی ګوند (د آلمان له پاره بديل) (AFD) او آزاد دیموکرات منځ لارې ښې اړخه ګوندونه یې غوښتنه کوي، مخه ونيول شي.
دیمیزیر له دې رسوایې څومره خبر وو؟
د بشپړو او پراخو تحقیقاتو په صورت کې به د آلمان د کورنيو چارو پخوانی وزیر توماس دیمزیر هم مجبوره شي، چې ځينو پوښتنو ته ځواب ووایې. دیمیزیر د روان کال تر پیله پورې د آلمان د کورنیو چارو وزیر وو او د مهاجرو لړۍ د اوج پر مهال د مهاجرو ډیري دوسیې د همده تر نظر لاندي ارزول شوي دي. هغه په تیرو وختونو کې د مهاجرت ادارې په سیستم کې پر نیمګړتیاو نیوکې کړي دي.
په بریمن کې د مهاجرت ادارې پریکړې څنډولي دي
د می میاشتې پر ۲۳ نیته د آلمان د کورنیو چارو وزیر د بریمن ایالتي اداره د مهاجرو په اړه له پریکړې کولو څخه منع کړ. زیهوفر وویل د مهاجرت ادارې یو داخلي رپوت ښودلې ده چې قانوني تنظیمات او داخلي سیاستونه په دې مرکز کې نه دي مراعت شوي.
فدرالي پولیس د دوسیو په څیړنه کې برخه اخلي
د بریمن ایالت چارواکو ویلي دي چې د آلمان جنایې پولیس د فساد د تورونو په اړه په څیړنو کې برخه اخلي. مخکې تر دې د دغه ښار چارواکو د پناه دغو غوښتنلیکونو ته د رسیدګۍ له پاره یوه بیړنۍ غونډه رابللې وه.