1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږکال په آلمان کې پر مهاجرو بريدونه ډير لږ شوي

۱۳۹۷ مرداد ۲۱, یکشنبه

په آلمان کې د روان کال په شپږو مياشتو کې د مهاجرو په هستوګنځايونو ۷۰۰ حملې ترسره شوي دي. په دغو حملو کې ۱۲۰ تنه ټپيان شوي دي. خو په عين حال کې دا په روان کال کې د حملو يو ټيټ ګراف هم دی.

https://p.dw.com/p/331m3
Deutschland Symbolbild Leben in der Flüchtlingsunterkunft
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

د آلمان د کورنيو چارو وزارت خبر ورکوي چې د روان کال په شپږو مياشتو کې د مهاجرو پر هستوګنځايونو د حملو ګراف ښکته شوی دی. دغه وزارت دغه معلومات د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخي فراکسيون د يوې پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي او ويلي يې دي د دوي ادارو په ياده موده کې د مهاجرو پر هستوګنځايونو ۷۰۰ مورده حملې ثبت شوي دي. د «فونکه» رسنيزې ډلې د دغه مطلب په خپرولو سره زياته کړې ده چې پر مهاجرو د ترسره شوو ټولو ۶۲۷ مورده حملو څخه، ۷۷ يې د هغو پر هستوګنځايونو ترسره شوي دي. د دغو حملو په پايله کې ۱۲۰ کسان ټپيان شوي دي.

د آلمان حکومت د معلوماتو پر اساس، په دغو حملو کې خطرناک ټپي کيدل، درنې اورلګيدنې، د وسايلو ويجاړول، د خلکو تحريکول، توهين او تحقير او دغه راز د وسلو قانون نقضولو موارد شامل دي.  

خو د دې سره سره، د سږکال شپږ مياشتو په دننه کې دغه ترسره شوې حملې، له هغو حملمو څخه ډيرې لږ دي کوم چې د تيرکال په همدې موده کې په آلمان کې د مهاجرو پر هستوګنځايونو ترسره شوې وې. تيرکال د مهاجرو پر هستوګنځايونو ټولټال له ۲۲۰۰ څخه ډيرې حملې ترسره شوې وې، تر هغه يو کال مخکې يعنې په ۲۰۱۶م کې بيا د حملو ګراف له دې څخه هم لوړ يعنې آن۳۵۰۰ موردو ته رسيدلی وو.

د آلمان کيڼ اړخ ګوند دغه وضعيت د نه زغملو وړ بللی دی. د دغه ګوند د داخلي سياست وياندې اولا يلپکه د «فونکه» رسنيزې ډلې ته وويل: «د مهاجرو پر وړاندې ورځني نفرتونه او اوس په پارلمان کې د «آلمان له پاره بديل» ګوند له خوا، خپل ژور اغيز پر ځای پريږدي. دغې سياستوالې د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر ته په خطاب سره خبرداری ورکړ، چې د مهاجرو پر وړاندې يو اړخيزې منفي نظريې، د اغيزمن شوو وګړو له پاره ډير بد تاثيرات له ځانه سره لري.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: