1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسلکي مهاجر به د آلمان د کار په بازار کې شته تشه ډکه کړې

۱۳۹۷ مرداد ۲۵, پنجشنبه

تمه ده چې په روزنيزو کوروسونو کې د ګڼ شمير مهاجرو شامليدل به وشي کړای د آلمان د کار په بازار کې شته تشه ډکه کړي. تر ټولو ډير افغان او سوريايي مهاجرو رونيزو مسلکي کورسونو کې د شامليدو غوښتنليکونه سپارلي دي.

https://p.dw.com/p/33FrJ
Europaletten
انځور: Imago/Teutopress

د آلمان خبري آژانس(دي پي اې) د دغه هيواد د احصائيې فدرالي ادارې د ارقامو په حواله خبر ورکوي چې تيرکال په روزنيزو مسلکي کوروسونو کې د هغو جديدالشمولو کسانو شمير لوړ تللی کوم چې له آلمانه بهر زېږېدلي دي. 

د ۲۰۱۷م کال په دننه کې ګڼ شمير مهاجرو د آلمان د کار بازار ته د لار موندنې په موخه خپل درخواستونه وړاندې کړلي ول.

د آلماني چارواکو په وينا، د ۲۰۱۶م کال په پرتله د دغو افرادو په شمير کې ۳۶،۲ سلنه زياتوالی رامنځ ته شوی دی. د دوي په خبره په ۲۰۱۷م کال کې ټول ټال ۵۱۵ زره ځوانانو په مختلفو روزنيزو پروګرامونو کې برخه اخيستې وه، چې دا د ۲۰۰۱ کال راورسته لمړی ځل دی چې په دغه شان کورسونو کې د راجستر شويو کسانو په شمير کې ډيروالی رامنځ ته کيږي.

د آلمان د کار فدرالي ادارې لخوا د تيرې مياشتې خپرو شوو ارقامو له مخې، په جولاي مياشت په آلمان کې څه باندې ۸۲۲ زره د کار خالي پستونه موجود ول چې په جون مياشت کې دغه شمير څه باندې ۸۰۵ زره وو. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۷م کال کې دغه ارقام ۷۵۰ زرو کې قرار درلود.

ويل شوي دي چې په روزنيزو مسلکي کورسونو کې د شموليت په موخه تر ټولو ډير درخواستونه د افغان او سوريايي مهاجر له خوا ورکړل شوي دي. 

 په ۲۰۱۷م کال کې نژدې ۱۰ زره افغان او سوريايي مهاجرو په مختلفو روزنيزو پروګرامونو کې ځانونه ثبت کړي وو چې دا د ۲۰۱۶م کال په پرتله له درې برابرو هم لوړ وو.

په ۲۰۱۶م کال، په دا ډول پروګرامونو کې د افغان او سوريايي مهاجرو د ګډونوالو شمير يوازې ۳ زره ښودل شوی دی.

 د ۲۰۱۷م کال په دننه کې ۷۲۰ زره سوريايي او افغان ميرمنو په دغو روزنيزو پروګرامونو کې ګډون درلود، چې دا ارقام هم د يوه کال مخکې هغې په پرتله درې برابره پورته وو. خو له بل لور بيا تيرکال په دغو پروګرامونو کې د نارينه و ګډونوالو په شمير کې ۳،۷ سلنه زياتوالی رامنځ ته شوی وو په داسې حال کې چې د ښځو ونډه بيا ۲،۹ سلنه ښکته وه. 

 منتقدان وايي چې په آلمان کې ميشت مسلکي مهاجر به وشي کړای چې د آلمان د کار په بازار کې شته خلا ډکه کړي. حاضردمه آلمان حکومت د مهاجرت پر داسې يوه قانون کار کوي، چې له مخې به يې د روغتيا او خدماتو د برخو ترڅنګ، په نورو سيکتورونو کې هم د کاري خلاو د ډکولو له پاره هڅې ترسره کيږي.

د آلمان خبري آژانس ع ب / ع ح / م ک ص

دا هم له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: