1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مسجدونو په اړه شپږ حقايق

۱۴۰۱ مهر ۱۱, دوشنبه

په آلمان کې که څه هم چې په زرونو مسجدونه شته خو زياتر یې پټ دي او د ودانيو د شا په انګړونو او يا په صنعتي سيمو کې جوړ شوي دي. د اکتوبر درېمه په آلمان کې د مسجد ورځ ده او جوماتونه خپلې دروازې د خلکو پر مخ پرانيزي.

https://p.dw.com/p/4Hgzj
آرشيف انځور: د برلين يو مسجد
آرشيف انځور: د برلين يو مسجدانځور: Thomas Trutschel/photothek/picture alliance

آلمان په دقت او نظم کې شهرت لري. هر څه ثبت او ارزول کيږي. خو دا چې په آلمان کې څومره مسجدونه شته، دقيق شمير یې معلوم نه دی. د اټکلونو پر اساس یې شمير د۲۳۵۰ څخه نيولی بيا ۲۷۵۰ ته رسېږي.

د آلمان د اسلامي کنفرانس ټولنې د يوې څېړنې په حواله په ۲۰۱۹م کال کې په آلمان کې د ميشتو ۵،۵ میليونو مسلمانانو څخه یې ۲۴ سلنه لږ تر لږه په اونۍ کې يو ځل دغو جوماتونو ته ورغلي ول.

په آلمان کې د مسجد په ورځ چې له ۱۹۹۷م کال راهيسې د اکتوبر پر درېمه لمانځل کيږي، په ټول هيواد کې کابو زر مسجدونه خپلې دروازې پرانيزي څو مسلمانان او غيرمسلمانان سره نزدې کړي.

سږ کال مسجدونو د «ناکافي سرچينو – او سترو مسئوليتونو» له شعار سره خپلې دروازې پرانيستي دي. په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر ايمان مایزيک وويل چې «د اقليمي بحران اغیزې دلته [په آلمان کې] او د نړۍ په ډېرو برخو کې ليدل کيږي، لکه په دې وروستيو کې مو چې په پاکستان کې د سېلاب د ناورين په شکل مشاهده کړې.»

په ونسدورف - څوسم کې د مسلمانو عسکرو زندان چې مسجد یې هم لاره
په ونسدورف - څوسم کې د مسلمانو عسکرو زندان چې مسجد یې هم لارهانځور: akg-images/picture alliance

د مسجد د ورځې په مناسبت مو په آلمان کې د مسجدونو په اړه شپږ واقعيتونه راټول کړي دي.

۱: د آلمان په لومړي مسجد کې جهادستان روزل کیدل

د آلمان د براندنبورګ د ونسدورفر مسجد په ۱۹۱۵م کال کې د استانبول د مفتي په هيله جوړ شوی وو او د آلمان او حتی د اروپا تر ټولو تاريخي اسلامي ودانۍ بلل کيږي. دا مسجد د مسلمانو جنګي بنديانو په يوه مرکز کې جوړ شوی وو. دلته به نه يوازې په سوله ایزه توګه عبادت کيدی، بلکې له دې مسجد څخه د خپلو استعماري ځواکونو په وړاندې د لمسولو په توګه هم کار اخيستل کيدی. لکه د بريتانيا او فرانسې پر ضد. په دې جومات کې به جهادستانو لوړه کوله او بيا به «جهاد» ته استول کيدل.

له دې مسلمانو زندانيانو څخه به همدا راز د څيړنې په موخه ناوړه ګټه هم اخيستل کیده: غږونه یې ثبتيدل او د بشري علومو سروې یې پر مټ ترسره کیدلې.

۲: د آلمان تر ټولو زوړ مسجد تاج محل ته ورته دی

په برلين – ویلمزدورف کې دا مسجد اوس د آلمان تر ټول زوړ فعال جومات دی او مشهورې ودانۍ يې تاج محل ته ورته دی: دوه مينارونه چې هر يو یې تر ۳۰ مترو لوړی دی، د ودانۍ دوو لوريو ته ولاړ دي.

د احمديانو مسجد د آلمان له زړو جوماتونو څخه يو دی
د احمديانو مسجد د آلمان له زړو جوماتونو څخه يو دیانځور: Schoening/imageBROKER/picture alliance

دا مسجد آلماني مهندس کارل اګوست هيرمن د ننني پاکستان د لاهور د احمديانو له پاره ډيزاين کړی وو چې په ۱۹۲۰م کال کې آلمان ته راغلي ول.

۳: د برلين په يوه مسجد کې ښځې هم امامت کوي

په ۲۰۱۷م کال کې د آلمان په پلازمينه برلين کې د مسلمانانو يو ډېر ځانګړی عبادت ځای رامنځته شو: په ابن - رشد – ګويټه – مسجد کې ښځې او نارينه په ګډه لمونځ کوي او ښځو ته د وعظ اجازه هم ورکول کيږي. همدا راز ال جي بي ټي کيو يا په جنستي اقليتونو پورې تړلي کسان هم دلته له عبادت څخه نه منع کيږي.

په آلمان کې د مسلمانانو ټولنې د مسجدونو د لا ښې ساتنې غوښتنه کوي

د دې مسجد په انترنت پاڼه کې ليکل شوي: «موږ دلته داسې اسلام عملي کوو چې ښځې او نارينه پکې مساوي حقونه لري او سره برابر دي. پر دې سربیره دلته د اسلام د ټولو مذهبونو پيروانو ته هرکلی ويل کيږي: سني، شعيه، صوفي، علوي ټول زموږ سره ځان تړلی ګڼي.»

۴: د مسجدونو پر ټولنو نيوکي

په آلمان د جوماتونو ټولنې د مسجدونو چارې پر مخ وړي. تر ټولو مشهوره او ستره د مسجدونو ټولنه د «ترکيې اسلامي ټولنه» ده چې لنډيز یې «DITIB» دی. پر دغي ټولني انتقاد کيږي چې د ترکیې د ديني چارو ادارې «ديانت» ته تابع ده.

د دې ټولنې زياتره امامان په ترکيه کې روزل کيږي او معاش هم د ترکیې د دولت له خوا ترلاسه کوي او بيا د څو کلونو له پاره په آلماني مسجدونو کې وعظ کوي. انتقاد کوونکي له کلونو راهيسي خبرداری ورکوي چې د ترکیې دولت له دې لارې پر عبادت کوونکو خپل تاثير اچوي.

د برلين د ابن - رشد - ګوېټې - مسجد: د زغم او مساوات ځای
د برلين د ابن - رشد - ګوېټې - مسجد: د زغم او مساوات ځایانځور: Christophe Gateau/dpa/picture alliance

دا چې د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په آلمان کې ډېر پلويان لري، په ۲۰۱۸م کال کې د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په ترڅ کې څرګنده شوه.

۵: په آلمان کې ډېر مسجدونه پټ دي

په داسې حال کې چې په آلمان کې د عيسويانو مقدسې ودانۍ د ښار انځور مشخصوي او زياتره کلي يوه کليسا لري، مسجدونه بيا داسې نه دي جوړ شوي چې د خلکو پام ځانته واړوي. زياتره مسجدونه حتی د مسجدونو په توګه پيژندل شوي هم نه دي.

زياتره وخت يوازې يوه لوحه اشاره کوي چې د استوګنې په يوه سيمه کې يا د ښار څخه دباندې په يوه صعنتي ساحه کې په يوه ودانۍ کې دننه يو مسجد دی.

د کولن ښار په ايرنفيلد سيمه کې د مسلمانانو يو ستر مسجد
د کولن ښار په ايرنفيلد سيمه کې د مسلمانانو يو ستر مسجدانځور: Mesut Zeyrek/AA/picture alliance

يوه استثنا په کولن ښار کې د «ترکیې اسلامي ټولنې» مرکزي جومات دی چې د آلمان مشهور مهندس پاول بوهم ډيزاين کړې وه او د ۲۰۱۷م کال په دوبي کې پرانيستل شو. دغه يوه ستره او عصري ودانۍ ده او په يوه وخت پکې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان لمونځ ادا کولی شي.

۶: د آذان له پاره لاوډسپیکر نه کارول کيږي

په آلمان کې که څه هم چې په مسجد کې د ملا پر آذان کولو کوم بندیز نشته خو په زیاتره جوماتونو کې آذان په لاوډسپيکر کې نه کيږي. په زياترو مسجدونو کې د منارونو پر نه شتون سربیره پکې ټولنیز نه زغم هم رول لري.

اردوغان په کولن ښار کې د ستر جومات پرانیستنه وکړه

د لوړ غږ آذان مخالفين دې ته د اضافي شور په سترګه ګوري او د ديني عقايدو د څرګندوونکي په توګه پرې نيوکه کوي. دوی وايي چې آذان د کليساو د ګنګړو د غږ برعکس الهياتي مفهوم هم لري له دې کبله د ګنګړو له غږ سره نه شي پرتله کیدلای. په اصل کې په آلمان کې يوازې له ديرشو جوماتونه په منظمه توګه آذان اوريدل کيږي.

ب. ص/ ن. ز (Bettina Baumann, Kristina Reymann-Schneider)

زموږ له آرشيف څخه: