په آلمان کې د «فریدریکه» په نوم توپان زیانونه
په آلمان او شا او خوا سیمو کې د فریدریکه په نوم باد سیلۍ زیانونه اړولي دي. تر ټولو زیات سفر کوونکي اغیزمن شوي دي. هغوی د اورګاډو په تمځایونو او هوایي ډګرونو کې بند پاته دي. د لومړنیو قربانیانو رپوټ هم ورکړل شوی دی.
په کورونو کې د پاتیدو سپارښتنه
د هوا پيژندنې ادارې د دغه توپان په هکله خبرداری ورکړی وو. له سختې سیلۍ، اورښت او واورې سره مل توپان د آلمان په ځینو برخو کې زیانونه واړول. تر مخه لا خبرداری ورکړل شوی وو چې ښايي د باد سرعت په یوه ساعت کې ۱۴۰ کیلومترو ته ورسیږي. د نارد راین ویستفالن ایالت په وېن، سیمه کې دغه ونه د باد زور ته ټینګه نه شوه.
خبرداری
د سخت باد له کبله رانړیدونکې ونې، د چتونو کاشياني، د ونو ښاخونه او یا هم په کولن کې له دغې کلیسا چې «دوم» نومیږي څخه رانړیدونکې ځیني کاڼي ښایي د ژوند له پاره خطرناکه وي. باید د تګ پر مهال له احتیاط څخه کار واخیستل شي.
تیزه سیلۍ
د چهارشنبې تر ماښامه پورې د آلمان د هوا پيژندنې ادارې ټولو ایالتونو ته د خرابې هوا خبرداری ورکړی وو.
د اورګاډو د سفرونو بندیدل
د آلمان په نورد راین ویستفالن او نیدرزاکسن ایالتونو کې د اورګاډو تګ راتګ په بشپړ ډول درول شوی دی. دا ځکه چې د اورګاډو د پټلیو په مسیر کې وینې رالویدلې وې، لکه د مونستر په ګریمندورف سیمه کې رالویدلې دغه ونه. همداشان د کولن او فرانکفورت تر منځ د عادي اورګاډي او ګړندیو اورګاډو تګ راتګ هم درول شوی دی.
د مسافرو له پاره سرخوږی
د آلمان په شمال کې د ولفسبورګ او برلین او همداشان د هانوور او وورڅبورګ تر منځ د ګړندیو اورګاډو تگ راتگ بند شوی دی. د هالنډ د شیپول، هوایي ډګر ټولې الوتنې لغو کړې دي.
ځينو هوایي ډګرونو الوتنې لغوه کړي
د آلمان په ډیرو هوایي ډګرونو کې الوتنې ځنډول شوې. پر کولن/بون هوایي ډګر سربیره د دوسلدورف، هامبورګ، فرانکفورت او مونشن هوایي ډګرونو کې ځيني الوتنې لغوه شوي دي. د هالنډ په شیپول هوایي ډګر کې په موقتي توګه ټولې الوتنې لغو شوې دي.
باد، باران او واوره
پر سړکونو هم «فریدریکه» توپان ګډوډي رامنځ ته کړې ده. د واورې اورښت او یخک په ډیرو ځایونو کې د ستونزو سبب شوي دي. له بادن وورتمبرګ څخه تر نیدر زاکسن پورې او همداشان په هامبورګ (پورتنی انځور) کې هم واوره اوریدلي ده، چې په ځینو سیمو کې د موټرو د ټکرونو سبب شوې.
پیښې
د سخت باد له کبله د ونو چپه کېدو خلک ټپیان کړي دي. په دغه موټر کې ناست کسان سخت ټپیان شوي دي. په بلجیم، هالند او د آلمان په نارد راین ویستفالن ایالت کې د پنځو تنو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.