1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په آلمان کې د خونړۍ پيښي نور جزئیات په ډاګه شول

۱۳۹۸ مهر ۱۸, پنجشنبه

یوه وسله وال د چهارشنبې په ورځ د زاکسن انهالت ایالت په هاله ښار کې دوه کسان ووژل او یو شمیر یې ټپیان کړل. چارواکي په دې آند دي چې دغه برید له یهودانو سره د دښمنۍ انګیزه لرله.

https://p.dw.com/p/3R1dF
Deutschland | Halle nach Anschlag auf Synagoge
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas

د آلمان د زاکسن انهالت په هاله ښار کې د چهارشنبې په ورځ پر کنیسه باندې برید د ټول هیواد خلک په شوک کې اچولي دي. پولیسو د شتېفن بې. په نوم یو ۲۷ کلن آلمانی نیولی دی او په دې باور دي چې هغه په یوازې سره دغه عمل تر سره کړی دی.

د پولیسو په خبره دغه کس تر دې دمخه کله نه وو نیول شوی خو د هغه هدف ښيې چې له یهودانو سره دښمنۍ او له بهرنیانو څخه د ډار مفکوره یې لرله. د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، ویلي دي چې د بریدګر یوه انګیزه له یهودانو سره دښمني وه. چهارشنبه د یهوادونو د یوم کیپور، په نوم د خاصو مذهبي مراسمو ورځ وه، چې عبادت کوونکي په کنیسه کې راټولیږي.

فیرونه له کنیسه څخه پیل او د کباب پر دوکان ختم شول

دغه فیرونه د ماسپښین د یوې بجې وروسته له هغې پیل شول چې بریدګر ونه توانید کنیسه ته ننوځي. هغه د کنیسه داخلي دروازې ته څیرمه یوه میرمن په ډزو ووژله.

تر دې وروسته بریدګر بیرته د خپل موټر پر لور ولاړ او دغه ځای ته څیرمه د دونر کباب دوکان ته ولاړ او هلته یې دوهم کس وواژه. پولیسو بیا وروسته وویل چې کنیسه ته یې څیرمه چاودیدونکي توکي موندلي دي.

په دغه ډزو کې په هاله ښار کې دوه نور کسه ټپیان شوي دي. د ځایي چارواکو په وینا یو سړی او یوه ښځه چې په ډزو ټپیان شوي تر تدواي لاندي دي او د روغتیایي چارواکو په وینا د مرګ له خطر سره نه دي مخامخ.

د آلمان په هاله ښار کې د تیرې ورځې په ډزو کې دوه تنه وژل شوي دي.
د آلمان په هاله ښار کې د تیرې ورځې په ډزو کې دوه تنه وژل شوي دي. انځور: AFP/Getty Images/A. Schmidt

شکمن کس تر فیرونو وروسته له خپل موټر سره وتښتید او د پولیسو له لوري وروسته له هغې ونیول شول، چې د هغه له موټر سره موټر وجنګول شو.

د پيښې ویډیو نشرول

بریدګر پر خپله هیلمټ خولۍ باندې کمره هم نصب کړې وه، چې د امازون د تویچ د فلیټ فارم له لارې د پيښې ویډیو په ژوندۍ بڼه خپره کړي.

په دغه ۳۵ دقیقه یي ویډیو کې هغه د فیمنیزم پر ضد څرګندونې وکړې او هولو کاست (د یهودانو ډله ایزه وژنه) یې رد کړه. هغه همداشان د بهرنیانو او ښځو ضد څرګندونې وکړې.

برید ګر له ډیر شمیر وسلو څخه کار اخیسته چې په لاس جوړ شوی بمونه هم په کې شامل وو. هغه د برید پر مهال له یو شمیر تخنیکي ستونزو سره مخامخ شو چې دا کار احتمالا د زیاتو کسانو د ژوند ژغورولو سبب شو.

د آلماني سیاستوالو غبرګون

د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل، چې د چهارشنبې په ماښام په برلین کې په یوه کنیسه کې د یهودانو مذهبي مراسمو ته ورغلې وه، د دغه پیښې په هکله خپله «ژوره خواشیني» څرګنده کړه. د مېرکل ویاند شتېفن زایبرت د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «د یوم کیپور په ورځ موږ په آلمان کې له یهودانو سره خپل پیوستون اعلانوو او له خپلو ځواکونو چې اوس هم په دنده بوخت دي مننه کوو.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې د یوم کیپور پر ورځ پر کنیسه باندې د ډزې کولو پيښې د ټولو زړونه دردولي: «موږ ټول باید په خپل هیواد کې له یهودانو سره د دښمنۍ پر ضد عمل وکړو.»

د آلمان د کاتولیک او پروتیستانت کلیسا مشرانو هم د یهودي ټولنې سره د دغې پيښې په تړاو خپله خواشیني ښوولې ده.