1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تايلنډۍ تن پلورونکو ښځو وضعيت

۱۳۹۷ تیر ۲, شنبه

دغه ښځې غواړي چې ځان ته کور يا ځمکه رانيسي يا خپل اولاد پوهنتون ته ولېږي، خو هغوی نه کار، نه مسلکي زده کړه او نه پيسې لري. دغه حالت په تايلنډ کې ډېرې ښځې دې ته اړ باسي چې هغه څه خرڅ کړي چې ورسره پاتې وي، يعنې خپل بدن.

https://p.dw.com/p/308DL
Symbobild Prostitution Asien
انځور: picture-alliance/dpa

دا چې څومره تايلنډۍ ښځې به له بدلمنۍ او تن پلورنې څخه ژوند کوي، معلومه نه ده. په بنکاک کې د روغتيا وزارت دغه شمېر په ۲۰۱۵ کال کې ۱۲۰ زره ښودلی دی. خو ليز هيلتن دغه اټکل لږ او ناسم بولي. هغه د ښځو د غښتلي کولو په نوم له يوه بنسټ سره کار کوي، يعنې له داسې يوې غير دولتي ټولنې سره چې د دېرشو کلونو راهيسې هڅه کوي د تن پلورونکو ښځو د ژوند وضعيت ښه کړي. هغه دغه شمېر تقريبا ۳۰۰ زره ښځې بولي او په هکله یې وايي: «په اوسط ډول هغوی د شلو څخه تر پنځه ويشتو کلونو پورې عمرونه لري. خو ځينې ښځې د شپېته کلنۍ ورها خوا هم دغه کار کوي.»
هيلتن وايي چې د دغسې ښځو سوانح يې يو بل ته ورته دي: درې په څلورو کې دغسې ښځې له مېړه څخه بېل ژوند کوي او د خپلو ماشومانو د روزنې تر څنګ د خپلو والدينو پالنه هم ورپه غاړه ده. هغه وايي: «اکثراً هغوی تر مخه ډېر بېلابېل کارونه کړي وي، چې پرته له مسلکي زده کړې هم ورته پيدا کيږي، مثلا په فابريکو يا د وريژو په کروندو کې يې کار کړی دی.»

خطرناکه خوبونه او لوړ تصورات

ډېرې ښځې بنکاک، پاتايا او د جنوب شرقي آسيا د دغه هېواد نورو لويو ښارونو ته مخه کوي. هغوی د سړک په سر يا په فاحشه خانو کې کار کوي او پر تالينډيانو او خارجي نارينه و باندې خپل بدن خرڅوي. نورې بيا بهر ته ځي، مثلا آلمان ته. هغوی داسې تصور لري چې يو څه وخت به کار وکړي او پيسې به سپما کړي څو په خپل هېواد کې د خپلې کورنۍ ژوند تضمين کړي. ډېرې ښځې همدا يوه لار ويني او د انسانانو له قاچاقبرانو سره يو قيد او اغېزلرونکی تړون کوي. اورزا لېرد سري سوتاد، چې په تايلنډ کې د ښځو د بنياد په نوم له يوې مرستندويې ټولنې سره کار کوي، وايي چې ډېری يې ښه پوهيږي چې هلته به څه ډول کار کوي. هغه وايي: «اکثريت يې پوهيږي چې د سکس په سکتور کې به کار کوي. هغوی دې ته چمتو دي چې د پيسو په بدل کې په آلمان کې خپل بدن وپلوري. خو هغوی ناوړه ګټه ورڅخه بيا نه غواړي او نه یې مني. دغه ښځې پوهيږي چې په مياشتو مياشتو به قاچاقبرانو او د ښځو دلالانو ته خپل پورونه ادا کوي. خو هغوی داسې فکر کوي چې وروسته به پیسې وساتلای او وسپمولی شي. خو په ځينو مواردو کې دغه پورونه هيڅکله هم نه ادا کيږي.»
له انسانانو څخه ناوړه ګټه

دغه څرګندونې د آلمان د جنايي چارو د پلټنې د فدرالي ادارې له معلوماتو سره سمون لري. دغه اداره هر کال د انسانانو د قاچاق او تجارت په اړه يو ارزونکی رپوټ خپروي. د ۲۰۱۶ کال په ګڼه کې يې ليکل شوي دي: «څه د پاسه هر څلورم پلټل شوی قرباني يعنې ۲۸ فيصده يې وايي چې د بدلمنۍ د کار له کولو سره يې هوکړه کړې ده. خو د تجربې له مخې دغه قربانيان د بدلمنۍ د کار د ډول او اندازې او همداراز د عايداتو په برخه کې تېر ايستل کيږي.» دا په دې معنی ده چې ټول شرايط يوازې او يوازې د انسانانو د قاچاقبرانو او سوداګرو له خوا تعيينيږي.  

Sex-Tourismus in Thailand Bar in Pattaya
د تايلنډ په پاتايا ښار کې تن پلورونکې ښځېانځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (13.02.2017):