په آلمان کې د بی کوره کسانو شمیر لوړ شوی
۱۳۹۸ آبان ۲۰, دوشنبهپه آلمان کې د بی کوره کسانو شمیر لوړ شوی
په آلمان کې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ نږدې۳۰ زره نور کسان هم بی کوره شوي دي. د هغو بی کوره شویو کسانو وضعه لا زیاته خرابه شوې ده چې د مهاجرت ريښې لري.
د آلمان حکومت له خوا د نویو خپرو شویو شمیرو له مخې له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۸ م کاله پورې د بی کوره شویو کسانو شمیر ۴ سلنه لوړ شوی دی. د رسمي شمیرو له مخې په ۲۰۱۸ م کال کې د داسې کسانو شمیر چې په دوامداره توګه یې استوګنځای نه درلود، نږدې ۶۷۸۰۰۰ تنو ته رسیده.
په آلمان کې د بی کوره کسانو په اړه د ارقامو را ټولونکي ادارې BAG په حواله په ۲۰۱۷ م کال کې د داسې کسانو شمیر ۶۵۰۰۰۰ وو. د نوموړي ادارې په حواله په دې کې ۴۱ زره داسې آلماني اتباع هم شامل دي چې مجبوره دي پر سړکونو او د اورګاډي په تمځایونو کې ژوند وکړي.
د BAG مشرې ویرینا روزنکه، د آلماني رسنیو ډلې «فونکه» سره په مرکه کې وویلي وو:«د ۲۰۱۷ م کال په پرتله دا شمیر ۴،۲ سلنه لوړ شوی دی.»
نوموړۍ زیاته کړه چې نسبت بی کوره آلمانانو ته د مهاجرت پسمنظر درلودونکو بی کوره کسانو وضع ډیره خرابه ده.
په دې رپوټ کې چې تازه خپور شوی یادونه شوې چې د بی کوره آلمانانو (کوم چې هیڅ ډول بهرنی پسمنظر نه لري) په شمیر کې یوازې ۱،۲ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی، په داسې حال کې چې د بهرنیو بی کوره اتباعو په شمیر کې نږدې ۶ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی.
ویرینا روزنکه، وایي چې د بی کوره کسانو په شمیر کې زیاتوالی د کورونو د کرایي او قیمتونو د لوړیدو له کبله رامنځته شوی دی. د نوموړۍ په خبره په سوسیال کورونو کې د سپما اقداماتو هم بی وزلي زیاته کړې ده.
په دې وروستیو کې د یوې سروې په حواله په آلمان کې د هر څلورم کس جیب د میاشتې په پای کې خالي وي. ۲۸ سلنه وګړي په یوه میاشت کې له ۵۰ یورو څخه زیات نه شي سپمولی، چې له امله یي په پاخه عمر کې د فقر له خطر سره لاس او ګریوان کیږي.
د اکثرو آلمانانو تر ټولو زیات مصرف د هغوې پر استوګنې کیږي او نږدې هر دریم آلمانی د خپل عاید ۳۰ سلنه د کور پر کراه او اړوندو نورو مصارفو لګوي. په دویم قدم کې تر ټولو ډیر لګښت د خوراک څښاک پر توکو رازې چې د متوسط عاید ۱۹ سلنه برخه تشکيلوي. په داسې حال کې د میاشتني عاید ۹ سلنه یي بیا پر ترانسپورت مصرف کیږي.
Douglas, Elliot/sn/bs