په آلمان کې د ایراني قاچاقبرو بانډ نیول شوی
۱۳۹۷ آذر ۷, چهارشنبهد آلمان پولیسو د سه شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې۲۷مه) د دغه هیواد په هسن او نورد راین- وستفالن ایالتونو کې د پراخو عملیاتو په ترڅ کې شپږ ایرانيان نیولي دي. دغه کسان د هویت د جعلي اسنادو او پاسپورتونو په جوړولو تورن ول.
نیول شوي کسان د ۲۸ او ۴۲ کلونو ترمنځ عمرونه لري او پولیس له ۲۰۱۷م کال راهیسې د دوی په تعقیب کې ول.
د آلمان د پولیسو په حواله نیول شویو کسانو د هر پاسپورت او جعلي سند له پاره له مراجعه کونکو څخه تر ۱۸۵۰۰ يورو پورې پيسې ترلاسه کړي دي او له دې طریقه د څو میلیونه يورو خاوندان شوي دي.
پولیسو د سه شنبې ورځې په عملیاتو کې په مجموع کې د آلمان په کولن، دوسلدوف او ویسبادن ښارونو کې اپارتمانونه او ودانۍ پلټل شوي دي. پولیسو په دې تالاشۍ کې ځيني اسناد او شواهد هم ترلاسه کړي دي.
نیول شویو کسانو د فیسبوک له لارې او په ډیره لنډه موده کې د شینګن په حوزه کې د اقامې د اسنادو برابرولو د ژمنې له لارې خلک ځانته راجلبول. سربیره پر دې د تقاضا کوونکي د استوګنې او آلماني ادارو ته د مراجعې پر مهال د دوی ملاتړ، د دغه بانډ له خوا په وړاندې کیدونکو «خدماتو» کې شامل وو.
پولیس د هغو کسانو د هویت او پیژندنې په برخه کې پلټنې پيل کړي دي چې د دې بانډ په مرسته یې په آلمان کې د استوګنې اجازه یا اقامه ترلاسه کړې ده.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: