1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د امريکايي ځواکونو د حضور لګښت او ګټه څومره ده؟

۱۳۹۹ تیر ۱۷, سه‌شنبه

آلمان په دغه هيواد کې د ميشتو امريکايي عسکرو له پاره په تيرو لسو کلونو کې يو ميليارډ يورو مصرف کړي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکايي عسکرو د استقرار لگښت د دغه هېواد د دولت له پاره تر هغه ډير لږ دی چې امريکا یې ورکوي.

https://p.dw.com/p/3etqH
US Air Base in Ramstein | US Militärflughafen
د آلمان د رايلند فالتس ايالت په رامشتاين کې د امريکايي ځواکونو اډه انځور: Imago Images

د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخي ګوند څخه برګيته فرایهولد، د آلمان له ماليې وزارت څخه په آلمان کې د امريکايي ځواکونو د لګښت په اړه پوښتنه کړې ده. د آلمان د ماليٍې وزارت د دغې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې په تیرو لسو کالونو کې یې يو ميليارډ يورو مصرف لرلی دی.

په دې ترتيب د آلمان حکومت هر کال په خپله خاوره کې د امريکايي ځواکونو د حضور له پاره په اوسط ډول، ۱۰۰ ميليونه يورو بوديجه ځانګړې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه بوديجه هغې په پرتله چې د امريکا حکومت يې په آلمان کې د خپلو عسکرو له پاره مصروفوي، ډيره لږه ده.

د آلمان حکومت په  دغه هېواد کې د ميشتو امريکايي ځواکونو له پاره په تيرو لسو کلونو کې شاوخوا ۶۵۰ ميليونه يورو مصرف کړي دي. دغه پيسې تر ډيره، سرتيرو ته د ساختمانانو پر جوړيدو او په اداره باندې لګيدلي دي. آلمان له دې نه علاوه، ۳۴۰ ميليونه دفاعي جانبي بوديجه هم لرلې ده، لکه هغو امريکايي کارکونکو سره نغدي مرستې چې په آلمان کې يې مرکزونه تړل شوي دي، د هغو پیسو بيرته ورکړه چې امريکا په آلمان کې د خپلو پخوانيو پوځي اډو پر جوړيدو لګولې او داسې نور.

د آلمان له خوا په دغه هيواد کې د ميشتو امريکايي ځواکونو د بوديجې په اړه ناسم تصوير وړاندې کيږي. امريکا په آلمان کې د خپلو ميشتو ۳۵ زره عسکرو له پاره ډيره زياته بوديجه په مصرف رسوي.

د هغه رپوټ په حواله چې د «شپيګل آنلاين» ويب پاڼې له خوا خپور شوی، په آلمان کې د ميشتو امريکايي ځواکونو د ۲۰۲۰م کال له پاره د څه باندې ۷ ميلیارډه يورو مصرف په نظر کې نيول شوی دی. په دې ترتيب، د امريکا بودیجه د هغې بوديجې په پرتله چې آلمان يې په دې برخه کې ځانکړې کوي، ۶۱ برابره لوړه ده.

په آلمان کې د امريکايي ځواکونو لګښت، په نورو هيوادونو کې د ميشتو امريکايي ځواکونو په پرتله لوړ دی. خو امريکا هم په آلمان او نورو اروپايي هيوادونو کې د خپلو ځواکونو له حضور څخه ګټه پورته کوي. امريکا متحده ايالات په افغانستان او عراق کې د خپلو پوځي ماموريتونونو د اکمالاتو يوه برخه، د آلمان په راینلند فالس ايالت کې له خپلې پوځې اډې څخه ترسره کوي.

Donald Trump in Ramstein
ترمپ د آلمان په راینلند فاتس ايالت کې د ميشتو امريکايي ځواکونو سره، ۲۷ دسمبر ۲۰۱۸انځور: picture-alliance/dpa/S. Craighead

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ ويلي دي چې تصميم لري، په آلمان کې له ميشتو ۳۵ زره امريکايي ځواکونو څخه ۹۵۰۰ يې يوې بلې سيمې ته وليږي.

ترمپ ادعا کړې چې په آلمان کې د خپلو ځواکونو د حضور او د دغه هيواد د دفاع له پاره ډيره لوړه بوديجه په مصرف رسوي. ترمپ پر دې سربیره، پر آلمان نيوکه کړې چې د ناټو د توافق پر اساس يې پوځې بوديجه په کافي اندازه لوړه کړې نه ده.

د ناټو د تصميم پر اساس، د دغه تړون ټول غړي هيوادونه بايد د خپلو ناخالصو تولیداتو دوه سلنه برخه، دفاعي بوديجې ته ځانګړې کړي. آلمان د پوځي بوديجې د لوړيدو او د ۱/۳۸ سلنې ملي ناخالص تولید د تخصيص سربيره، په دې برخه کې له ټاکل شوې اندازې څخه لږ بوديجه تحويلوي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا په دفاعي او پوځي چارو کې د ملي ناخالص توليداتو شاوخوا درې نيمه سلنه برخه په مصرف رسوي.

د امريکا د پوځي حضور ګټه

په آلمان کې د امريکايي ځواکونو حضور، د دغه هيواد د اقتصاد له پاره هم ګټور دی. د بيلګې په توګه کيدای شي په دې برخه کې په راین فالس ايالت کې د رامشتاین پوځې اډې څه یادونه وشي.

امريکا په دغې پوځې اډه کې خپلو ۱۸۵۰۰ ځواکونو ته هستوګنځايونه ورکړي دي. سربيره پر دې په دغې اډه کې ۱۲۰۰۰ غيرپوځي امريکايانو ته هم د اوسیدو ځایونه ورکړل شوي دي. د دغو افرادو د کورنيو ۲۵۰۰۰ غړي هم په دغه ایالت کې ژوند کوي.

امريکا متحده ايالات دغو کسانو ته په کال کې څه باندې یو ميليارډ او سل ميلیونه يورو د دوی د حقوقو او معاشاتو له پاره ورکوي. د دغو پيسو تر ټولو ډيره برخه يې د آلمان په خاوره کې مصرفيږي. ويل شږي  چې په مجموع کې د اقتصادي لحاظه آلمان په خپله خاوره کې د امريکايي ځواکونو له حضور څخه، په کال کې د شاوخوا دوه ميليارډ او ۳۴۸ ميلیونه يورو په اندازه ګټه او توليدات په لاس راوړي.

دويچه ويله ف/ م.ک.ص./ ن.ز

زموږ له آرشيف څخه: