په آلمان کې د اسلام- کنفرانس څلورمه غونډه پیل شوه
۱۳۹۷ آذر ۷, چهارشنبهله نن څخه دقیق ۱۲ کاله مخکې په لومړي ځل د آلمان حکومت د «اسلام – کنفرانس» تر عنوان لاندې غونډه جوړه کړه. تر شل میاشتني ځنډ وروسته، نن د چهارشنبې په ورځ د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر په برلين کې د دې کنفرانس څلورم دور پرانيزي. د دې کنفرانس اساسي موضوع د آلمان په ټولنه کې د شاوخوا څلورنیم میلیونه مسلمانانو بهتره ادغام دی.
په دې کنفرانس کې به د ملا امامانو په مرسته په آلماني ټولنه کې د مسلمانانو د ادغام پر موضوع بحث وشي. په دې بحثونو کې یو لړ نور مسائل هم شاملیږي چې ویل کیږي د آلمان د اوسني حکومت د دورې تر پایه به د تودو بحثونو د راپورته کیدو سبب شي. د بیلګې په توګه په آلماني پوهنتونونو کې د اسلامي الهیاتو یا عقایدو وضعیت، له بهر څخه د جوماتونو او ملا اماماتو د تمويل او له اسلامي اتحادیو څخه د قوي مالي ملاتړ ته د لاس رسي مسائل شامل دي.
د جوماتونو مالیات
د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي مارکوس کربر، د اونۍ په پيل کې د «بیلډ» ورځپاڼي سره په مرکه کې د جوماتونو د مالیاتو د نوې موضوع په هکله خبرې وکړې. د کربر په خبره هدف باید دا وي چې نور نو جوماتونه له بهرنیو مرستو پورې تړلي نه وي».
کربر وویل: «دلته ټینګار په آلمان کې له اوسیدونکو مسلمانانو او پخپله د دوی ترمنځ د ډیالوګ پر اړتیا ده. دویم هغه امیدواري، چې دوی به د دغو بحثونو په پایله کې په آلمان کې د میشتو مسلمانانو داسې یو انځور وړاندې کړي، چې مخکې تر دې په بل هیڅ ځای کې نه وي لیدل شوی».
پوښتنه دلته ده چې آیا مسئله د مسلمانانو له خوا د مالیه ورکونې پر سر ده، لکه عیسویان چې په آلمان کې د کلیساو مالیه ورکوي او په دې توګه د اړوندې کلیسا چارې تمويلوي؟
مارکوس کربر د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په رسمي ډول د مالیاتو راټولول د دې کار له پاره شرط دی، څو جوماتونه وکولی شي د آلمان اساسي حقوقي مقررات تضمين کړي. البته دا خبره روښانه ده چې تر هغه وخته پورې اوږده لاره په مخکې لرو.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر د دې کنفرانس تر پیلیدو مخکې ټینګار وکړ چې د مسلمانانو دیني ټولنې باید په داسې شکل سره سازماندهي شي چې د اساسي قانون مطابق دیني حقوقي مطالبات له حکومت سره همکارۍ ته لاره هواره کړي.
د زیهوفر په خبره په آلمان کې د جوماتونو تمويل باید په داسي شکل سره وي چې د موافقتنامو په چوکاټ کې له حکومت سره وفاداري او تر څنګ یې د پاتېدو ډاډ ورکړل شي.
همدرانګه د کنفرانس د موضوع د محتوا ترڅنګ، د نویو غړو انتخاب هم د پام وړ موضوع ګرځیدلې دی، د بیلګې په توګه «مسلمانان په آلمان کې- آلماني مسلمانان» تر عنوان لاندې یو ګردې میز جوړیږي. د معمول مطابق د «اسلام کنفرانس» د هر نوی دور له پاره نوي غړي، په آلمان کې د پارلماني دورې تر پای ته رسیدو وروسته ټاکل کیږي.
په ۲۰۰۶م کال کې په آلمان کې د «اسلام- کنفرانس» د لومړي دور له پیل راهیسې، د نوي دورې تر پيلیدو مخکې وروستیو ورځو کې په آلمان کې د مسلمانو دیني ټولنو ترمنځ جنجالونه راپورته کیږي، او کله کله هم له کنفرانس سره د بایکاټ کولو خبره هم مطرح کیږي.
په واقعیت کې دا ډول شخړې د اسلامي ټولنو ترمنځ د قدرت او نفوذ پر سر رامنځته کیږي، چې د دوی له ډلې څخه هیڅوک نه شي کولی په دقیق ډول ادعا وکړي چې په آلمان کې د میشتو کوم شمیر مسلمانانو استازیتوب کوي.
د ځانګړو افرادو رول
اوس زیهوفر د دې کنفرانس د څلورم دور په پيل کې د کنفرانس د غړو په ترکیب کې پر ځانګړو اشخاصو حساب کوي، ځکه دغه کسان په آلمان کې د مسلمانانو په دیني ټولنو کې د نفوذ خاوندان دي.
په برلين کې د لیبرال جومات ابن رشید بنسټ ایښودونکۍ میرمن سیران آتش، او د اسلام پالنۍ اړوندو مسائلو کارپوه او روان پیژندونکی احمد منصور د دغو ځانګړو اشخاصو په کتار کې شامل دي. دوی دواړه په آلمان کې پیژندل شوي څیرې او د یو سیکولار اسلام استازیتوب کوي. ټاکل شوې ده چې په آلمان کې د مسلمانانو د بانفوذه ټولنو استازي د هغو له جملې څخه د مسلمانانو د مرکزي شورای مشر ایمان مازیک او د «دیتیپ» په نوم ترکۍ اسلامي ټولني غړی عبدالرحمن اتاسوي په دیني مسائلو کې له ذکر شویو سوکولار مسلمانانو سره بحث او مشاجره وکړي.