1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې بی وزلې د «انفجار» درجې ته رسیدلې ده

۱۳۹۷ آبان ۱۳, یکشنبه

د آلمان د مسیحي دیموکرات CDU محافظه پاله ګوند سکرتره انګریت کرمپ کارنباور، ویلي په داسې حال کې چې په آلمان کې ډیر شمیر ماشومان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، د بی وزلۍ پر وړاندې باید عاجل اقدام وشي.

https://p.dw.com/p/37d4D
Bildergalerie Weltkindertag ein neunjähriger Junge verdient sein Taschengeld durch Sammeln von Pfandflaschen in Deutschland
انځور: picture-alliance/imageBROKER

د آلمان له «مسیحي دیموکرات اتحاد» ګوند څخه د زارلنډ ایالت لومړۍ وزیره میرمن انګریت کرمپ کارنباور، د ټولې اروپا په کچه د بی وزلۍ اړوند د یوې څیړنې په هکله خپل نظر څرګند کړی دی.

په دې رپوټ کې راغلي دي چې په آلمان کې شاوخوا ۱۵،۵ ملیونه انسانان په فقر او یا د فقر کرښې ته نږدې ژوند کوي. میرمن کارنباور ویلي دي: «مونږ نه باید له دې مسئلې څخه ځان وباسو چې زمونږ ماشومان په یوه څنډه کې ژوند کوي».

د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند دغې سیاستوالې په آلمان کې د فقر یا بی وزلۍ مسئله ټولنیز بم بللی، او په ټولنه کې یې د لا زیاتو برابرو فرصتونو رامنځته کولو غوښتنه کړې.

۵۶ کلنه میرمن انګریت کرمپ کارنباور چې د انګلا میرکل د مسیحي دیموکرات ګوند د مشرتابه له پاره نومانده ده، د خپلې کاندیداتورۍ په هکله څه ونه ویل. ویل کیږي چې نوموړې د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل یوه باوري سیاستواله ده.

میرکل ویلي دي چې په ګوندي ټاکنو کې به چې پتیل شوې د روان میلادي کال د دسمبر په میاشت کې ترسره شي، نور ځان د ګوند د مشرۍ له پاره نه کاندیدوي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: