1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي ۵۰۰۰ نورو افغانانو د پناه غوښتنه کړې

۱۳۹۸ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

د کډوالو او مهاجرو په چارو کي د آلمان فدرالي ادارې (Bamf ) ته، د روان کال په لومړۍ نيمايي کي تر اوسه پوري ۵۲۴۷ افغانانو د پناه غوښتني له پاره عريضې وړاندي کړي دي.

https://p.dw.com/p/3NP40
Registrierung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/arifoto UG/M. Reichel

د آلمان خبري آژانس د راپور له مخي له افغانستان څخه د راغلو مهاجرو له پاره په اصطلاح د ساتني او ملاتړ خالصه سهميه ۶۳ اشاريه ۶ سلنه ده.

په دغه سهميه کي يوازي د پريکړو محتوا ارزيابي کيږي. نور دلايل چي گواکي يو بل اروپايي هيواد يي بايد مسئوليت پر غاړه واخلي په نظر کي نه نيول کيږي.

په دې ډول د ساتني او ملاتړ مجموعي سهميه د افغانانو له پاره څه ناڅه ۴۰ سلنه ده.

د روان کال له پيل راهيسي، له آلمان څخه نژدې۲۰۰ نارينه مهاجر بيرته افغانستان ته اخراج سوي دي. له هغو څخه دوه تنه يي د جولای مياشتي په پاي کي بيرته راغوښتل سوي. لومړي کس يو مجرم وو چي افغان چارواکو يي له منلو څخه ډډه کړې، دا ځکه چي هويت يي معلوم نه وو.

سربيره پر دې د دغه افغان روغتيايي وضعيت هم ښه نه وو. نوموړي د جرمني د کورنيو چارو وزارت په حواله، په آلمان کي يووار بيا ډاکټر ته وروستل سو چي څو اونۍ وروسته بيرته کابل ته واستول سو.

په دوهمه قضيه کي د کابل هوايي ډگر ته رسيدلي يوه کس وويل چي ايراني تابعيت لري. د آلمان فدرالي پوليسو هغه بيرته آلمان ته راوست.

د ۲۰۱۸م کال په جولای مياشت کي يو بل افغان مجرم چي له هامبورگ څخه استول سوي وو، کابل ته تر رسيدو لږ وروسته يي ځان وژنه وکړه.

(G.p/N.Z(dpa