1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي ۱۵۰ تنه خطرناکه اسلامیستان بندیان دي

۱۳۹۶ اسفند ۲, چهارشنبه

د جرمني زندانونه د افراطي اسلامپالو د مخ پر زیاتیدونکي شمیر سره مخامخ دي. اوسنیو تحقیقاتو ته په کتو سره امکان لري چي د دغه هیواد په زندانونو کی د هغوی شمیر نور هم زیات سي.

https://p.dw.com/p/2t4rC
Deutschland Gefängnis in Frankfurt
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

د آلمان د فدرالي جنايي ادارې د هغو ارقامو پر اساس چی نن چارشنبه د «دي ویلت» په نامه ورځپاڼه کي خپاره سوي دي ،خبر ورکړی چي د ۱۵۰ په شاوخوا کي خطرناکه اسلامیستان ددغه هیواد په زندانونو کی ساتل کیږي.

دغي ورځپاڼي د جنايي ادارې له قوله ليکلي دي چی نوموړي کسان یا دا چي د زندان په سزا محکوم سوي او خپل د بندیگرت وخت تیروي او یا هم د ترهگري د فعالیتونو په تور په بند کي ساتل سوي دي.

ورځپاڼه د خپل رپوټ په ادامه لیکلي چي ددغو کسانو په ډله کي څو تنه داسي کسان هم سته چي ویل کیږي د افراطي اسلامپالو پلویان او یا هم ملاتړ کوونکي دي.

د هیسن ایالت د عدليې وزیري ایفا کیونه-هیورمن نوموړي ورځپاڼي ته ویلي دي چي «په راتلونکي کلونو کي ددې احتمال سته چي زموږ زندانونه د ډیرو افراطیانو د حضور شاهدان وي.»

هغې په همدې اړه هغو په سلونو پوښتنو گرویږنو ته اشاره وکړه چي په اوس وخت کي په ټول هیواد کي جریان لري. ډیری دغه افراطيان چي تر تحقیقاتو لاندي نیول سوي، هغه کسان دي چي د «اسلامي دولت» یا داعش په لیکو کي تر جنگیدو وروسته له منځني ختیځ څخه آلمان ته راستانه سوي دي.

د آلمان پولیسو په ۲۰۱۷م کال کي د ترهگرۍ په اړه د ۱۲۰۰ په شاوخوا کي پلټني ترسره کړي دي چي د تیرکال په پرتله پنځه برابره زیاتوالی ښيي.

Berlin Kreuzberg Islamisten Festnahme Razzia IS
انځور: Reuters/F.Bensch

د آلمان زندانونو ته چلنج

د هیسن د عدلیې وزیري خبرداری ورکړی دی چي د آلمان په زندانونو کي د زیاتو افراطيانو موجودیت «د افراطیت د له منځه وړلو او یا هم د افراطي کیدو څخه د مخنیوي په وړاندي یو لوی چلنج رامنځته کړی دی.»

ایفا کیونه-هیورمن همدارنگه وايي چي که په زندانونو کي، په ټولنه کي ددغو کسانو د بیرته ادغام له پاره مرستې تر سره نه سي، نو ددې خطر موجود دي چي «سخت دریځه اسلامیستان چي راتلونکي ته کومه هیله مندي نه لري، بیرته آزاد او دوباره آلمانۍ ټولنې ته راداخل سي.»

د آلماني چارواکو د معلوماتو پراساس د ترهگرۍ په شک هغو ۱۲۰۰ پیښو په هکله چي پلټنې تر سره سوي، تر اتیا سلنه زیات یې له افراطيانو سره تړاو درلودی. په هغو کي افراطي واعظان، هغه کسان چي په ناکامه ترهگري اعمالو یې لاس پوری کړی او له عراق او سوريې څخه راستانه سوي اسلامیستان شامل دي.

د «دي ویلت» ورځپاڼه د آلمان د زندانونو د افسرانو اتحاديي په حواله وايي چي د اسلامیستانو ډېرېدل د زندانونو کارکوونکو ته مخ پر زیاتیدونکی امنیتي خطر رامنځته کوي، له همدې کبله هغوی د لازیاتو مسلکي زده کړو غوښتنه کوي.

د آلمان په گاونډي هیواد فرانسه کي تیره میاشت د زندان ساتونکو، په غذايي اعتصاب لاس پوری کړ او ددغه هیواد په زندانونو کي یې له خورا زیات تشدد څخه شکایت کاوه.

د فرانسې د زندان مامورینو هغه وخت په اعتصاب لاس پوري کړ، چي له آلمان څخه  یوه افراطي په قیچي سره د زندان پر ساتونکو حمله وکړه.

زموږ له آرشیف څخه: