1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوولس فغان مهاجر له يوه يخچالي لارۍ راايستل شوي

۱۳۹۸ دی ۲, دوشنبه

د آلمان په بایرن ايالت کې پولیسو له يوه يخچالي لارۍ موټر څخه ۱۱ مهاجر چې ټول افغانان دي راايستلي دي. د پوليسو په ونيا هغوی په صربستان کې دغه موټر ته پورته شوي ول.

https://p.dw.com/p/3VH6e
Deutschland Bad Bentheim Flüchtlinge aus LKW befreit
انځور: picture-alliance/dpa/Bundespolizei Bad Bentheim

د آلمان پوليسو د معلوماتو له مخي دغه افغانان چې عمرونه يې د ۱۴ او ۳۱ کلونو ترمنځ دي له صربستان څخه  د ترکيې دغه د ميوو لارۍ موټر ته پورته شوي ول.

پوليسو ويلي دي چې د لارۍ موټروان د دغه ايالت په دوناوتال سيمه کي د دمي پرمهال د لارۍ موتر د بار په برخه کي د انسانانو ږغونه اورېدلي او دوی ته يې خبر ورکړی دی. کله چي پوليس راغلي او د لارۍ د بار د برخي دروازه يې خلاصه کړي نو ۱۱ افغان مهاجر يې پکښې موندلي دي.

د پوليسو په خبره ټول مهاجر له تنفوسي ستونزو سره مخامخ ول. پوليسو ويلي دي چې موټر چلونکي په پوره باور سره ډاډ ورکړی چې په لارۍ کې د دغو پناه غوښتونکو په اړه يې خبر نه درلود. دغه لارۍ بلجيم ته روانه وه، او که په آلمان کي پوليس پرې خبر شوي نه وای کيدای شوای د دغه افغانو پناه غوښتونکو سفر د هغوی د ژوند په بيه تمام شوی وای.

وروستۍ ځل په برتانيا کې په يخچالي لارۍ کې د ۳۹ کسانو مړو د پيدا کيدلو خبر په ټوله نړۍ کې د خبرونو سرټکي وگرځېد. د اکتوبر مياشتې پر ۲۳ نيټه لندن ته نږدې ایکسس سيمه کې په يوه يخچال لرونکي لارۍ کې۳۱ نارینه او ۸ ښځي مړي و موندل شوې.

دغه ټول قربانيان د ويتنام بلل شوي او ويلي شوي ول چې داسي ښکاري چي هغوی دي ناقانونه مهاجرت کاوه.