1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي ځينو خلکو ته په پوست کې پيسې لېږل شوي دي

۱۳۹۷ شهریور ۲۲, پنجشنبه

د آلمان د منهایم، ښار په دوو کوڅو کې ځينو خلکو په خپلو پوست بکسونو کې داسې پاکټونه ترلاسه کړي دي چې په زرونو نغدي پيسې یا یورو پکښې موجود دي، خو استونکی یې معلوم نه دی.

https://p.dw.com/p/34bN9
Banknote in Briefkasten
انځور: fotolia

د آلمان د مرکزي برخې په مشهور ښار منهایم، کې یو نامعلوم شخص خلکو ته د خط په پاکټونو کې پيسې استولي دي. د «شپیګل» آلمانۍ ورځپاڼې په حواله یو شمیر خلکو دغه پاکټونه پولیسو ته سپارلي دي. پولیس اوس د پیسو د استونکي په لټه کې دي.

د منهایم د پولیسو په حواله د سپتمبر مياشتي پر ۷ نیټه خلکو دوی ته ۴ داسې پاکټونه سپارلي دي چې پکښې په زرونو یورو وې، پر دغو خطونو د خط یا د پيسو داستونکي شهرت نه دی لیکل شوی.

د آلمان پولیس شک کوي چې د دغو لیکونو استونکی کیدای شي رواني ناروغي ولري. پولیسو له خلکو غوښتي دي چې که هر چا داسې لیکونه ترلاسه کړل دوی ته دې وسپاري.

پولیس د داسې کسانو چې د الزهايمر په نامه د هيري ناروغي لري، له خپلوانو او پرستارانو یا روغتیاپالو غوښتي دي چې په دې اړه له دوی سره مرسته وکړي.

که پولیس هغه کس ومومي چې دغه لیکونه یې استولي دي، نو په پاکټونو کې استول شوي پيسې به بيرته ور وسپاري. که نه نو پولیس به دغه پيسې د قانون پر اساس مصرف کړي.

د آلمان قانون په دې برخه کې څه حکم کوي؟

د «بِلف رائشي انفو» په نوم آلمانۍ انټرنټ پاڼې په حواله که یو څوک ۱۰ یورو او یا تر دې د زیات ارزښت یو شی پیدا کوي حق نه لري چې له ځان سره یې وساتي، بلکې باید خاوند ته یې وسپاري.

د آلمان د قانون له مخې که یو څوک داسې یو څه پیدا او بیرته یې اصلي خاوند ته سپاري هغه ته انعام ورکول کیږي. که د یو شي ارزښت تر ۵۰۰ یورو پورې وي، نو دغه کس ته د دې شي د قیمت تر ۵ سلني پوري د انعام په توګه ورکول کیږي.

که د دې شي یا جنس قیمت تر ۵۰۰ یورو زیات وي، نو داسې کس حق لري چې سربیره پر ۲۵ یورو د دې جنس د قیمت ۳ سلنه پخپله واخلي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: