په آلمان کي يو مهاجر په ابدي بند محکوم سو
۱۳۹۸ خرداد ۳, جمعهد جرمني په مکلنبورگ فورپومرن ايالت کي يو نه منل سوی مهاجر د يوه ۸۵ کلن آلماني د قتل په جرم په ابدي بند محکوم سو. دغه ځوان چي د اخراج د ځنډ سند ورکړل سوی وو، بايد په جنوري مياشت کي لا افغانستان ته اخراج سوی وای.
د جرمني د مکلنبورگ فورپومرن ايالت محکمې په شويرين ښار کي د جمعې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۲۴مه) اعلان وکړ چي د رد سوي افغان مهاجر له خوا د ۸۵کلن د قتل جرم ثابت سوی دی.
د دغي محکمې په خبره دغه ځوان د تيرکال د نوامبر مياشتي پر۱۷ نېټه سهار په بستر کي د متقاعد کس غاړه په چاقو پرې کړې او په دې سره يې هغه په قتل رسولی دی.
د محکمې قاضي د حکم د اورولو پر مهال تائيد کړه چي د دغه قتل انگېزه تر اوسه پوري روښانه نه ده. د هغه په خبره محکوم سوي ځوان د مقتول له لوري سره اړيکي لرلې او له ناتوانه ۸۵کلن سړی سره يې غرض نه درلود.
دغه قاضي زياته کړې ده چي د مقتول لور د دغه ځوان چي د اخراج د ځنډ سند ورکړل سوی وو، کارونه مخته وړله. او ښځي يې هغه ته ډاډ، اپارتمان او پيسې ورکړي او په دې ترڅ کي بيا دغه مهاجر د مقتول لور خپل ملکيت باله.
د دغه افغان مهاجر چي د کندز له يوې ولسوالۍ څخه دی، سن معلوم نه دی. د محکمې د اټکل پر اساس دغه مهاجر د جرم پرمهال حد اقل ۲۱ کلن وو.
(N.Z(dpa