1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په آلمان کي نږدې ۵۰۰ نوي نازیان پټ دي

۱۳۹۷ آذر ۱۳, سه‌شنبه

په آلمان کې د ډیرو ښی اړخو افراطیانو د نیولو حکم ځکه په بشپړ ډول نه عملي کیږي، چې تورنو کسانو له حکومته ځانونه پټ کړي دي. په آلمان کې د داسې کسانو شمیر په وروستیو کلونو کې ډیر لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/39PaI
1. Mai - Chemnitz
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas

په ټول آلمان کي په ۴۶۷ داسې ښی اړخو افرطیانو پسې لټون روان دی چې د نیولو امر یې صادر شوی دی. دا خبره د "Neue Osnabrücker Zeitung"  آلمانۍ ورځپاڼې د کیڼ اړخي فراکسیون د پوښتنې په ځواب کې د آلمان حکومت په حواله کړې ده.

د آلمان د حکومت په حواله د دغو مجرمينو د دستګیرۍ حکم له دې امله نه عملي کیږي چې دوی ځانونه پټ کړي او امنیتي ځواکونه یې په درک معلومولو کې پاته راغلي دي.  

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې له دې ډلې اضافه له هر څلورم کس نه چې لټون ورپسې روان دی پر زورزیاتي تورن دی. ۱۰۸ تنه د سیاسي جرایمو او ۹۹ یې د زورزیاتي د یو یا څو جرمونو د ترسره کولو له کبله د امنیتي ادارو تر تعقیب لاندې او لټون ورپسې روان دی.

چارواکي په دې باور دي چې شکمن کسان به په راتلونکي کې هم، ورته جرمونه لکه د ښی اړخو افراطیانو احتجاجي مارشونه او کنسرتونه ترسره کړي.

د کډوالو پر استوګنځایونو لا زیات بریدونه

د ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ په تیرو څلورو کلونو کې د هغه نوي نازیانو شمیر لوړ شوی دی چې لټون ورپسې روان دی. یعنې دغه شمیر له ۲۵۳ نارینه او ښځو څخه ۴۶۷ ته لوړ شوی دی. د دې یو دليل هم د مهاجرت کړکيچ دی چې په پایله کې یې ښی اړخی افراطیت د انګیزې له مخې د بیلګې په توګه د پناه غوښتونکو پر کمپونو او استوګنځایونو د بریدونو کچه لوړ شوی ده.

د لینکن یا چپیانو پارلماني استازي اولا یلپکه چې دغه پوښتنه یې کړې وه د «نوین اوسنا بروکه» ورځپاڼې ته وویل: «بالاخره امنیتي چارواکي باید داسې اقدام وکړي چې په اساس یې تښتیدلي نازیان ژر تر ژره ونيول شي». 

واقعیت دا دی چې په لسونو نوي نازیان توانیدلي دي چې له ۲۰۱۷م کال او حتی تر هغې هم له ډیري مودې راهیسې ځان پټ کړي او ونه نیول شي. یلپکه زیاته کړه: «په دې اړه احسایې د خبرداري ورکولو یوه نخښه ده چې دغه نازیان زورزیاتي کوونکي او جنایتکاره دي او همداسې پاتيږي».

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: