1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي مهاجر په کومو څانگو کي په کار بوخت دي؟

۱۳۹۸ آبان ۲, پنجشنبه

په ۲۰۱۸م کال کي په آلمان کي د هغو هيوادونو د پناه غوښتونکو يو اشاريه اته سلنه د پالني په برخه کي په کار بوخت دي چي تر ټولو زيات خلک ترې مهاجر کيږي. خو په مسلکي زده کړو اخته کسان نه دي پکښي شامل.

https://p.dw.com/p/3Rqlp
Deutschland Flüchtlinge und Arbeit | Frankfurt an der Oder, Beratung
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د آلمان د ويلت په نامه ورځپاڼي د حکومت په حواله راپور کي راغلي دي چي د تيرکال په جون مياشت کي، له افغانستان، اريتيريا، عراق، ايران، نايجيريا، پاکستان، سوماليا او سوريي څخه راغلي ، ۲۱۸ زره ۸۹۴ کسان، چي په اجتماعي بيمې مکلف دي، په دغو کارونو اخته دي.

له هغو څخه ۱۸۵۳ په روغتيايي څانگو لکه عاجله څانگه او يا هم د کوچنيانو د زيږيدو په برخه کي کارونه کړي دي. دوه ۲۷۴۷ تنو بيا د زړو کسانو د پالني په برخه کي کارونه کړي.

د دغو ارقامو له مخي، په ۲۰۱۸م کال کي ۳۸ سلنه کسان، په روغتيايي څانگو او ۱۴ سلنه د زړو کسانو د پالني په څانگه کي په کار گومارل سوي. له ۲۶ زره ۵۷۸ کسانو څخه چي په تيرو کلونو کي يي مسلکي زده کړي کړي، ۹۴۴ يي د ناروغانو او ۹۴۰ تنه يي د زړو کسانو د پالني په برخه کي په مسلکي زده کړو بوخت ول.

د نوموړي ورځپاڼي په حواله، دا چي له دغو مهاجرو څخه څومره يي قبول سوي او يا هم له څه وخت راهيسي په آلمان کي ژوند کوي، په هکله يي څه نه دي ويل سوي.

د دې کار دليل دا دی چي د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان ادارې يا (Bamf) تر اوسه پوري د دغه هيواد د کار ادارې ته د دغو مهاجرو د هويت په اړه ارقام نه دي وړاندي کړي.

د آلمان حکومت خبر ورکوي چي داسي کوم ځانگړي پلان تر لاس لاندي نه لري چي له مخي يي د پناه غوښتني مستحق کسان دي، په مخ پر زياتيدونکي ډول په خاص ډول روغتيايي څانگو کي په کار وگوماري.

د آلمان له پاره د بديل گوند AfD د روغتيايي چارو سياسي وياند ديتليف شپانگين بيرگ وايي چي »آلماني سياستوال تل دا فکر کوي چي راغلي مهاجر به کاري قوه ډيره او خاليگاوي به ډکي کړي، خو دغه شميري ښيي چي تر اوسه يي کومه اغيزه نه ده ښودلې.

هيربيرت بروکر چي د کار د بازار او پلټنو په انستيتوت کي د مهاجرت، مدغم کيدو او د کار د نړيوال بازار په هکله پلټنو مشر دی، د ښځينه او نارينه کارگرانو مساوي ويش ته په اشارې سره وايي چي په آلمان کي يوازي يو اشاريه ۷ سلنه نارينه مهاجر د ناروغانو او زړو کسانو په پالني بوخت دي.

د هغه په خبره تر ټولو مهمه خبره داده چي مسلکي کسان په دغه ډول کارونو وگومارل سي.

(g.p/n.z(dpa

زموږ له ارشيف څخه: