په آلمان کي د پناه غوښتني لږ شوي دي
۱۳۹۸ دی ۱۸, چهارشنبهد آلمان د کورنیو چارو وزارت د تازه شمیرو له مخې په دې هیواد کې د تیر میلادي کال په ترڅ کې پناه غوښتنې په درخواستونکو ۱۴ سلنه کمښت راغلی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په تیر میلادي کال کې په مجموعي ډول ۱۱۱ زره او ۹۴ د پناه غوښتنې ثبت شوي چې په حواله یې دغه شمیر د مهاجرت تر کړکیچ وروسته تر ټولو ټیټ شمیر دی.
د دغه وزارت په وینا دغه شمیر د ۲۰۱۸م کال په پرتله ۱۸ زره او ۵۳۴ درخواستونه کمښت ښيي چې شاوخوا ۱۴ سلنه کیږي.
د دغه وزارت د شمیرو له مخې، د پناه غوښتونکو په ډله کې سوریايي کډوال په لومړي ځای کې دي او تر نورو یې ډیره د پناه غوښتنه کړې.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هيواد کې تیرکال ۲۶ زره او ۴۵۳ تنه سوریايي کډوالو د پناه غوښتنه کړې ده. په دوهم ځای کې بیا عراقي کډوال دي چې ۱۰ زره او ۸۹۴ تنو یې د پناه غوښتنه کړې ده.
تر دې وروسته ترکي وګړو ۷ زره او ۷۷۸ د پناه غوښتنلیکونه او د افغانستان کډوالو بیا ۷ زره او ۱۲۴ د پناه درخواستونه کړي دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت وايي چې یوازې د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کې ۶ زره ۷۷۱ تنه د پناه درخواستونه ثبت شوي دي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، دغو شمیرو ته په پام سره وویل چې دا دریم پرلپسې کال دی چې په آلمان کې د پناه غوښتنې په شمیر کې کمښت راځي.