د مسلمانانو او يهوديانو تر منځ د ديالوګ زياتولو هڅې
۱۳۹۸ تیر ۱۲, چهارشنبهد يهوديانو مرکزي شورا غواړي چي په آلمان کي د يهوديانو او مسلمانانو تر منځ د خبرو اترو او ديالوګ د نوې لړۍ ملاتړ او همکاري وکړي. د يادي شورا رظيس جوزېف شوستر د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۹ کال د جولای ۳يمه نېټه) په برلين کي په دې تړاو يوې غونډي ته دغه څرګندونې وکړې.
جوزېف شوستر (انځور) د «شالوم عليکم، يهوديانو او مسلمانانو ديالوګ» په نوم پروژې د پېل په مراسمو کي وويل: »دا د يهودي او مسلمانې مدنې ټولنې تر منځ د نظرونو يوه داسي تبادله ده، چي هدف يې دا دی چي له سره له يهودانو سره ضديت رامنځ ته نه سي.«
ياده پروژه د ادغام له پاره د آلمان د حکومت د ځانګړې استازې، انېت ويدمن ماوڅ له ملاتړ څخه هم برخمنه ده. دغه پروژه چي په ټول آلمان کي به بېل فعاليتونو ولري، د چهارشنبې په ماښام يې په برلين کي «د ديالوګ پېل» تر عنوان لاندي لومړۍ غونډه جوړه سوه.
شوستر وويل: «موږ پخپلي دې پروژه سره غواړو چي په غير سنتي توګه د مسلمانانو او يهوديانو تر منځ ديالوګ او خبرو اترو ملاتړ وکړو.» هغه زياته کړه چي هغه څوک چي د خپل ژوند له حقيقت څخه دباندي يو له بل سره خبري اتري کوي، هغوی تر وخت مخکي قضاوتونو په برخه کي واټن کموي.