په آلمان کي د اعدام وروستۍ سزا
پر نړیوالو هڅو سربیره، بیا هم د نړۍ په ډيرو برخو کي د اعدام سزا عملي کیږي. په آلمان کي وروستی ځل دغه سزا ۷۰ کاله مخکي عملي سوه. په دغه هیواد کي په اعدام باندي محکوم وروستی کس ریچارد شوو نومیده.
په آلمان کي د ګیوتین وروستۍ دستګاه
ریچارد شوو، هغه وروستی مجرم وو چي په آلمان د اعدام په سزا محکوم سوی وو او د ګیوتین یا سر پرې کولو د دستګاه په مرسته ورباندي دغه حکم عملي سو. خو درې میاشتی وروسته د ۱۹۴۹د می مياشتي پر ۲۳ مه په آلمان کي د اعدام سزا د لغو قانون تصویب سو. ددغه هیواد د اساسی قانون په ۱۰۲ ماده کي په واضح ډول د اعدام سزا لغو اعلان سوې ده. انځور: د لودویگسبورگ په موزیم کي د ګیوتین دستګاه.
په لویدیځ آلمان کی د اعدام سزا
لویدیځ برلین یو ځانګړی حالت درلود. که څه هم د آلمان په اساسي قانون کی د اعدام سزا لغوه اعلان سوه، خو په غربي آلمان کي چی تر جګړې وروسته يې اداره د درو متفقو غربي دولتونو امریکا، فرانسې او بریتانیا ترمنځ ویشل سوې وه، په رسمي ډول هغه د ۱۹۸۹م کال د مارچ مياشتي پر ۱۴مه لغو سوه. انځور: ۱۹۶۱م کال، د برلین د براندنبورګ دروازې مخي ته بریتانیايي سرتیري.
د متفقو ځواکونو له خوا د اعدام حکمونه
د ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۴۹م کاله پوري چي دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده، په آلمان کي ډیري لږ د اعدام سزاوي عملي سوې. په دغو څلورو کلونو کي د اعدام سزا په هغو احکامو پوري اړه پیدا کړه چي متفقو ځواکونو پس له جکړې پر نازیانو باندي صادر کړل. په ۱۹۵۱م کال کي هم د نازي آلمان یو جنګیالی په لندسبرګ کي د امریکایانو په زندان کي اعدام سو. انځور. د لندسبرګ زندان.
په ختیځ آلمان کي د اعدام سزا
د آلمان په ديموکراتیک جمهوریت کي د ۱۹۸۷م کال د جنورۍ مياشتي پر۱۷مه د اعدام سزا په رسمي ډول لغو سوه. په اعدام باندي محکوم وروستی کس ددغه هیواد د اطلاعاتو د سازمان افسر، ورنر تسکه وو. هغه د ۱۹۸۱م کال د جون میاشتي پر ۲۶ مه د جاسوسۍ په جرم په لایپڅيگ کی اعدام سو. انځور: د لايپڅيگ زندان.
د اعدام سزا په هکله ټولپوښتنه
په ۱۹۴۹م کال کي د یوې نظر پوښتني نتایج ښيي چي۷۴ سلنه آلمانان د اعدام سزا له عملي کیدو سره موافق دي. په دغه نیټه یوازي ۲۱سلنه کسانو له اعدام سزا سره مخالفت وکړ او پنځه سلنه يې ممتنع رای ورکړه. انځور: د ۱۹۴۹م کال د سپتمبر مياشتي پر اومه نیټه په بُن ښار کي د آلمان د فدرال پارلمان «بوندیستاګ» لومړني غونډه.