1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکومت جوړېدنه پر زرغون او ليبرال ګوندونو مربوطه ده

۱۴۰۰ مهر ۶, سه‌شنبه

په آلمان کي د نوي ائتلافي حکومت جوړول، ښايي د زرغون او آزاد ديموکرات ګوندونو پرته ممکنه نه وي. دغه دوه ګوندونه به فيصله کوي چي سوسيال ديموکرات او که مسيحي اتحاد واک ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/40ySK
Kombobild Annalena Baerbock und Christian Lindner
د ليبرال ګوند رئيس، کرسټيان لينډنر او د زرغون ګوند رئيسه انالېنا بېر بوک

د آلمان په پارلماني ټاکنو کي د مرکزي پارلمان بُنډسټاګ د چوکيو له پاره د يکشنبې په ورځ رايي واچولې سوې. د ټاکنو د وروستيو پايلو له مخي د سوسيال ديموکرات ګوند (SPD) ۲۵،۷ فيصده رايي وګټلې او په دې توګه له ۷۳۵ پارلماني چوکيو څخه يې ۲۰۶ چوکۍ خپلې کړې. پر دويم نمبر مسيحي اتحاد (CDU/CSU) دی چي ۲۴،۱ فيصده رايي او په دې توګه ۱۹۶ پارلماني چوکۍ يې ګټلي دي.

خو له يادو ګوندونو څخه صرف هغه ګوند به حکومت جوړ کړلای سي چي حد اقل ۳۶۸ پارلماني استازي يې ملاتړ وکړي. په دې توګه نو دغه ګوندونه مجبوره دي چي د يو بل ګوند په شمول درې اړخيزه ائتلافي حکومت جوړ کړي او يا د زرغون او ليبرال ګوندونو سره ائتلاف وکړي. لوی امکان دا دی چي له سوسيال ديموکرات يا مسيحي اتحاد سره د زرغون او آزاد ديموکرات ګوند ائتلاف رامنځ ته سي، ځکه چي د دوو لويو ګوندونو خپلمنځی ائتلاف په سیاسي توګه د دواړو ګوندونو لومړی انتخاب نه دی.

زرغون ګوند ۱۴،۸ فيصده رايي او ۱۱۸ چوکۍ او آزاد ديموکرات ګوند (FDP) ۱۱،۵ فيصده رايي او ۹۲ چوکۍ ګټلي دي. همدغه دوه ګوندونه دي چي ورته اوس د «پاچا جوړونکو» په نوم خطاب کيږي. يعني دغه دوه ګوندونه به فيصله کوي چي د سوسيال ديموکرات ګوند سره ائتلافي حکومت رامنځته کوي او که د مسيحي اتحاد سره ائتلاف کوي.

د سوسيال ديموکرات ګوند د ګوندي بيرغ رنګ سور، د آزاد ديموکرات ګوند رنګ ژړ، د زرغون ګوند رنګ زرغون او د مسيحي اتحاد رنګ تور دی. په آلمان کي د سوسيال ديموکرات، آزاد ديموکرات او زرغون ګوندونو تر منځ ائتلاف ته د (Ampelkoalition) يا ترافيکي اشارې د رنګونو سور، ژړ او زرغون ائتلاف ويل کيږي. دا چي سوسيال ديموکرات ګوند تر بل هر ګوند زیاتي رايي ګټلي دي، نو د دغه ګوند رئيس او په ټاکنو کي د دغه ګوند مخکښ کانديد اولاف شولتڅ دا د خپل ګوند حق ګڼي چي ورسره ائتلافي حکومت جوړ سي.

خو له بل اړخه د مسيحي اتحاد مخکښ کانديد، آرمين لاشېت هم ويلي دي چي غواړي ائتلافي حکومت جوړ کړي. د دې له پاره به آرمين لاشېت مجبور وي چي د زرغون ګوند او آزاد دیموکرات ګوند ائتلاف ته قانع کړي. که د يادو درو اړخونو ائتلاف ته په آلمان کي د (Jamaika-Koalition) يعني د جمايکا ائتلاف ويل کيږي. دا ځکه چي په دا ډول اتحاد کي به د جمايکا هيواد د بيرغ په شان درې رنګونه تور، ژړ او زرغون موجود وي.

Bundestagswahl 2021 | Olaf Scholz (L) und Armin Laschet (R) am Wahlabend
د مسيحي دموکرات ګوند رئيس، آرمين لاشېت (ښه اړخ) او د سوسيال دموکرات ګوند مخکښ کانديد، اولاف شولڅانځور: Wolfgang Rattay/Reuters & Martin Meissner/AP/picture alliance

د دې له پاره چي زرغون او آزاد ديموکرات ګوند په لومړي سر کي خپل دوه اړخيزه مشترک او اختلافي ټکي د ممکنه ائتلاف له پاره سره معلوم کړي، دغو دوو ګوندونو لومړی د دوو اړخيزو خبرو اترو تابيا کړېده. د دغو دواړو ګوندونو تر منځ لوی اختلافي ټکي د دولتدارۍ په هکله دي. په د اسي حال کي چي آزاد دیموکرات ګوند شرکتونو او خصوصي سيکتور ته د پخپله زياتو فيصلو او اصولو جوړولو ته ترجيح ورکوي، زرغون ګوند پر لوی او اړين دولتي اصولو ټينګار لري.

د آزاد ديموکرات ګوند رئيس کريستيان ليندنر ويلي دي چي د ټولو دولتي سياست پر مخ بېونکو ګوندونو دنده دا ده چي «د ولس هغه غوښتنې ته مثبت جواب ووايي چي غواړي منځلار حکومت رامنځته سي.» دا چي د آزاد ديموکرات ګوند ارزښتونه د مسیحي اتحاد ارزښتونو ته ډېر نژدې دي، په تيرو وختونو کي د دغو ګوندونو بريالي ائتلافونو ښودلې ده. کتونکي په دې نظر دي چي د آزاد ديموکرات ګوند تمايل د جمايکا ائتلاف يعني د مسیحي اتحاد په ګډون د زرغون ګوند سره زيات دی.

د زرغون ګوند شريکي رئيسي او د دغه ګوند له خوا مخکښي کانديدي د ټاکنو د پايلو په هکله ويلي دي: «موږ زيات څه ترلاسه کول غوښتل، خو نه وتوانېدلو.» هغې زياته کړې، چي البته «موږ د راتلونکي له پاره مسؤليت منلی دی.» د زرغون ګوند او سوسيال ديموکرات ګوند تر منځ پخوا په آلمان کي ائتلافونه بريالي تېر سوي دي. بل د دواړو ګوندونو ارزښتونه په چپوالي کي يو بل ته ډېر نژدې دي. له دې کبله زرغون ګوند ښايي دې ته زياته تمايل ولري چي د سوسيال ديموکرات او آزاد ديموکرات ګوند سره د ترافيکي اشارې ائتلافي حکومت جوړ سي.

له بل اړخه سوسيال ديموکرات او مسيحي اتحاد ګوندونو په خپل وار سره اعلان کړی دی چي د زرغون او آزاد ديموکرات ګوندونو سره به د ائتلاف پر موضوع خبري اتري پېل کړي.

کتونکي د سوسيال ديموکرات، آزاد ديموکرات او زرغون ګوند درې اړخيزه ائتلاف زيات ممکنه ګڼي. که داسي وسي نو به د سوسيال ديموکرات ګوند مخکښ کانديد، اولاف شولڅ د آلمان راتلونکی صدراعظم او د مېرکل د ۱۶ کلنې دورې وروسته د هغې ځايناستی وي.

و.، ت.، آ./ا.ا./ن.ز.