1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په آلمان کي جنسي تيري کوونکي زندان ته واستول شول

۱۳۹۷ مهر ۱۷, سه‌شنبه

څلور تنکي ځوانان پر یوې ۱۳ کلنۍ نجلۍ د ډله ایز جنسي تیري په جرم په زندان محکوم شول. پیښه د آلمان په یوه وړوکي کلي کې رامنځ ته شوې. د هغوی د محاکمې پر وخت د دغه ډله ایز جنسي تیري زړه دردونکي جزئیات بیان شول.

https://p.dw.com/p/36Ee3
Prozess Missbrauchsfall in Velbert
انځور: picture-alliance/dpa/B.Thissen

د آلمان په لویدیځه برخه کې یوې محکمې څلور هلکان د دوشنبې په ورځ د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د ډله ایز جنسي تیري په جرم په زندان محکوم کړل. د ځايي رسنیو په حواله دغه پیښه شپږ میاشتې مخکې رامنځ ته شوې وه.

څارنوالانو ویلي دي چې اته هلکان چې د ۱۴ او ۱۷ کلونو تر منځ دي په اپریل میاشت کې د آلمان په ویلبریت ښارګوټي کې پر دغې نجلۍ باندې جنسې تیری کړی. زیاته شوې ده چې کله چې نجلۍ د لامبو له یوه حوضه د کور پر لور روانه وه نو دغو هلکانو هغه ونو ته په زور بیولې او بیا یې پر هغې باندې ډله ایز جنسې تیری کړی دی. جنسي تیری تر هغه وخته پوري دوام لاره چې له سیمې څخه تیریدونکې یوې ښځې مداخله وکړه او نجلۍ یې له دغو هلکانو څخه خلاصه کړه.

اته واړه هلکان په خټه بلغاریان دي. شپږ تنه یې په اوپرتال کې محکمه شول او دوه نور چې له خپلو کورنیو سره بلغاریا ته ګډه شوي ول، اوس نیول شوي دي.

Deutschland Freiburg Urteil im Staufener Missbrauchsfall
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

اصلي برید کوونکو ته څلور کاله بند

د محکمې یوه ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې محکمې د تورنو کسانو مشر د څلورو کلونو او نهو میاشتو سزا اورولې او د جرم اصلي شریک یې بیا په څلورو کلونو بند محکوم کړی. پر هغوی باندې پر قرباني د دوه ځله جنسي تیري او د هغې د ژوبلولو تورونه لګول شوي دي. دواړو دغه تورونه تر وروستی شیبې پورې ردول او ادعا یې کوله دغه هر څه د قرباني په رضایت شوي دي.

د آلمان خبري آژانس ویلي چې څارنوالانو دغو دوو کسانو ته د اوو کلونو بند غوښتنه کوله.

دریم تورن په دوو کلونو بند او څلورم بیا په یو کال او اتو میاشتو بند محکوم شوي دي. پاتې دوو تورونو کسانو ته بیا نور جزايي تدابیر په پام کې نیول شوي.

څارنوالانو په محکمه کې د یوه هلک د تلیفون ویدیو، د «دي ان اې» ثبوت او د لاروۍ ښځې بیانونه وړاندې کړې دي. ۱۳ کلنې نجلۍ هم پر خپل ځان د تیري کوونکو په نیولو کې ونډه لرلې ده. هغې د دغو هلکانو له ډلې څخه یو یې د فیسبوک د انځورونو له مخې وپیژند. پولیسو بیا په ویلبیرت کې هغه وموند او په تلیفون کې یې د پیښې یوه ویدیو وموندله. د دغه هلک تر نیول کیدو وروسته بیا پولیس د نورو تورنو کسانو په نیولو هم وتوانیدل.