1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آسترليا کې د اورلگېدنې له کبله بيړنی حالت اعلان شوی

۱۳۹۸ آذر ۲۸, پنجشنبه

په دې تېرو څو ورځو کې په آسترليا کې د تودوخې درجې په بې ساري کچه لوړيدو سره مخکنی ريکارد مات کړ. د سختې گرمۍ له وجې اورونه هم لگېدلي چې له امله یې په نيو ساوت ويلز ایالت کې بيړنی حالت اعلان شوی دی.

https://p.dw.com/p/3V3pk
Buschbrände in Australien
انځور: picture-alliance/dpa/D. Lewins

په دې هېواد کې پخوا يوازې په ۲۰۱۳م کال کې هوا د دوبې  په موسم کې د سانتي ګراد  ۴۰،۳ درجې ته رسیدلې وه. خو د سه شنبې په ورځ بيا په آسترليا کې د هوا تودوخې درجه ۴۰،۹ درجو ته پورته شوې وه.

د آسترليا نيو ساوت ويلز ایالت دويم ايالت دی چې د تر سلو زياتو اورلگېدنو وروسته پکې بيړنی حالت اعلان شو. 

د دغه هیواد د هوا پيژندونې ادارې څخه دیانا ايدي وايې:«دغه تودوخه به له پخوا نوره هم زیاته شي. داسی وړاندوینه شوي،چې د نيوساوت ويلز ایالت په ځينو سیمو کی به د پنجشنبې په ورځ د تودوخې درجه د سانتي ګراد ۴۵ درجې ته ورسیږې. سربيره پردې د دغه هیواد په ختيځو ساحلی برخو کي د سخت باد لګیدلو وړاندوینه هم شوي، چې سرعت به يې په ساعت کې ۱۰۰ کيلومتره وی..

د دغه هيواد د سيمه ایزو رسنيو د خبر له مخې، دغه شدید باد به احتمالا د اورلګيدنو ایرې له ځان سره تر ۳۰ کيلومتره واټن پورې وليږدوي. په استراليا کې وروستیو اورلگېدنو څه نا څه دري ميلیونه هکتاره زمکه تخريب کړې ده.

د چهارشنبې په ورځ په استراليا کې د پريګيون سيمې اوسيدونکي امنو سيمو ته ليږدول شوی دي.

Buschbrände in Australien
په آسترليا کې اورونهانځور: Reuters/G. Dray

د نوساکه سيمه د دغه هیواد په کوينزلند ايالت کي د سیلانيانو د علاقي وړ ځای دې، دلته وضعيت په کنترول کې ګڼل شوې.

خو د سدنې په شمال کې وضعيت ښه نه دې او د سختو اورلگیدنو په پايله کې د استرالیا دغه د ګڼې ګوڼې ډک ښار تورو لوګو پوښلې دې. ډاکټرانو هم په انديښنې سره د زهرجنو لوګو د خپريدلو له کبله د «عامه روغتيا بيړني حالت» څخه خبرې کړي.

په استراليا کې موسمې اورلګيدنې له خپل وخت څخه تر مخه پيل شوي او په وروستيو اونيو کې، پراخې اورلګيدنې د دغه هیواد په بيلا بيلو سيمو کې، کابو دري ميلونه ځمکه ویجاړه کړې ده. کابو ۷۰۰ کورونه په دغه اورلگېدنو کې ټول سوی او ويجاړ شوي دي.

تيره اونۍ د آستراليا لومړي وزير اسکات موریسون د دغه وضعيت په هکله په انديښنې سره وویل، چې اقلیمي بدلونونه د دغه ډيرو اورلګيدنو يو له لاملونو څخه دې. هغه په عين وخت کې آسترالیا  د حکومت چاپيريال ساتنې له پروګرامونو څخه ملاتړ وکړ او دغه پروګرامونه يې کافي وګڼل.