1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنځه تنه مهاجر د آژه په سمندر کې ډوب شوي

۱۳۹۵ فروردین ۲۲, یکشنبه

د مهاجرو د هجوم د مخنیوي په برخه کې له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې د تړون تر عملي کیدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې پنځه تنه مهاجر له سمندر څخه د تیریدو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

https://p.dw.com/p/1ISka
انځور: Getty Images/AFP/O. Kose

له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې تر تړون وروسته د لومړي ځل له پاره یو وار بیا د آژه په سمندر کې مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له ترکیې څخه یونان ته د رسیدو په کوښښ کې پنځو تنو مهاجرو د آژه په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د فرانسې خبري آژانس AFPد یونان د ساحلي گارد په حواله ویلي دي چې د اپریل په نهمه رامنځته شوې دغې پيښې په ترڅ کې ۴ تنه میرمنو او یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چارواکو په خبره دغو مهاجرو غوښتل چې د یوې پلاستیکي کیشتۍ په وسیله له یونان څخه ځانونه ترکیې ته ورسوي. خو د سمندر د تیزو څپو او خرابې هوا له امله د دوی کیشتۍ په اوبو کې ډوبه شوې ده.

د ساحلي گارد په حواله په دغه کیشتۍ کې ۱۴ تنه سپاره ول. د دوی له جملې څخه پنځه تنه ژغورل شوي دي او څلور تنه نور یې اوس هم لادرکه دي. د لادرکه شوو کسانو پسې لټون دوام لري.

یوناني چارواکو ویلي دي چې په ژغورل شوو کسانو کې یو تن انساني قاچاقبر هم شامل دی چې هغه پولیسو ته سپارل شوې دی.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د مهاجرو پر کړکیچ د لاسبري ترلاسه کولو په خاطر له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې تر تړون وروسته دا لومړی سمندري پيښه ده چې مهاجرو په کښې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه تړون د مارچ میاشتې له ۲۰ نیټې را پدیخوا نافذ شوی دی. خو د بشري حقونو مختلفو سازمانونو دغه موافقه یوه شخړیزه او د بشري حقونو سره په ټکر کې بللی.

مخکې تر دې د مارچ میاشتې په ۱۸ نیټه له سمندر څخه د تیریدو په هڅه کې ۸ تنه مهاجر لادرکه شوي ول. دغه پیښه د یونان کووس ټاپو ته نږدې رامنځته شوې وه. دا خبره مهمه ده چې د دغه تړون تر عملي کیدو وروسته د سمندر له لارې له ترکیې څخه یونان ته د رسیدونکو مهاجرو په شمیر کې د پام وړ کموالی رامنځته شوې دی.

د دغه تړون له مخې ترکیې اروپایې اتحادیې ته ډاډ ورکړی دی چې ترکیه به د یونان پر لور تلونکو مهاجرو پر مخ د خپلو سمندري لارو بندولو هڅه وکړي. او هغه کسان چې په غیرقانوني توگه یونان ته ځان رسوي هغوي به بیرته ترکیې ته ستنول کیږي.

د دې کار هدف د هغو په اصطلاح مهاجرو مخه نیول دي چې د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره په نامطمئنو کیشتیو کې ځان اروپا ته د رسولو کوښښ کوي.