1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنټاګون د ايران پر ضد پوځي طرحې چمتو کړي دي

۱۳۹۸ شهریور ۲۹, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت غواړي د ايران پر ضد «پراخې پوځي طرحې» ولسمشر دونالد ترمپ ته وړاندې کړي. په دغو طرحو کې «په ايران کې پر يو لړ اهدافو باندې» حملې هم شاملې دي.

https://p.dw.com/p/3Pvbr
USA Pentagon in Washington
انځور: picture-alliance/ZB/B. Pedersen

د استوشتيد پريس خبري آژانس په حواله، د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت يا پنټاګون ځينو چارواکو چې نه يې غوښتل نومونه يې په ډاګه شي، ولسمشر دونالد ترمپ ته د ايران پر ضد د پوځي اقداماتو يو لړ پراخي طرحې وړاندي کوي.

د دغه خبر له مخې، دغه طرحي به د جمعې په ورځ (د سپتمبر۲۰مه) په سپينه ماڼۍ کې په يوه غونډه کې و ارزول شي.

په دغې غونډه کې به په ايران کې د باالقوې هدفونو په موخه د هوايي حملو يو نوملړ دونالد ترمپ ته وړاندې کړل شي.

په عين حال کې کيداي شي په دغو طرحو کې «غير پوځي، سياسي او اقتصادي اقدامات» او په پوځي برخه کې د «پټو سايبري حملو په څير اقدامات» هم شامل وي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې بيا په خپل رپوټ کې د آبادان د تيلو د تصفيې دستګاوې او په خارک ټاپو کې د ايران د تيلو يو تر ټولو ستر صاداراتي مرکز، د پنټاګون د حملو د هدفونه په توګه ياد کړي دي.

دغې ورځپاڼې همدا ډول د سپاه پاسداران سازمان مرکزونو، د توغنديو د توغولو او د خوزستان پوځې مرکزونو يادونه هم کړې ده. ورځپانې زياته کړې ده چې دغه نوملړ آن درې مياشتې مخکې هغه مهال چې ايران د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه وويشتله، د ترمپ د ارزونې له پاره چمتو شوی وو، کوم چې په نهایت کې د ايران د ولسمشر د پوځي غبرګون د انصراف لامل وګرځيد.

اسوشتيد پريس خبري آژانس په خپل رپوټ کې زياتوي، د امريکا پوځي مشرانو تر څنګ د دې چې دغه طرحه يې ترمپ ته وړاندې کړې، د دې «خبرداری» ورکړی چې د ايران په خاوره کې د پوځي اقداماتو راتلونکې، کيدای شي د يوې جګړې پيل هم وي.

په احتمالي توګه د ملي امنيت د جمعې ورځې غونډه به لومړنی فرصت وي چې پکې به متحده ايالات په منځني ختيځ کې پر خپل يو مهم متحد باندې د ترسره شوو حملو په اړه تصميم نيسي.

دغه ټول بحثونه په داسې وخت کې مطرح کيږي چې لا هم د سعودي عربستان د آرامکو د تیلو پر تاسيساتو حملو کې د ايران د لاس لرلو او ګډ‌ون په اړه کوم نهايي نظر نه دی اعلان شوی.

اسوشتيد پرس خبري آژانس ويلي دي چې په دې برخه کې د امريکا متحده ايالاتو نهايي غبرګون، سعودي عربستان ته د استول شوو پوځي کارپوهانو له ارزونې سره تړاو لري، چې د آرامکو د تيلو پر تاسيساتو د تيرې شنبې ورځې د حملو منشاء کوم ځای دی.