1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنټاګون اوکراین سره د ۳۰۰ ميلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ

۱۴۰۱ فروردین ۱۳, شنبه

پنټاګون يا د امريکا دفاع وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین د دفاعي پياوړتیا له پاره يې دغه هیواد ته ۳۰۰ میلیونه ډالر د «امنيتي مرستې» په توګه ځانګړې کړي دي. د ماريوپول ښار څخه د ملکیانو تخلېې ته هیلې راپیدا شوي.

https://p.dw.com/p/49NOl
John Kirby
انځور: picture-alliance/dpa

د فرانسې خبري آژانس د شنبې ورځې رپوټ په حواله، اوکراین سره دغه مقدار پیسې به پر هغو ۱ اعشاريه ۶ میليارډه ډالرو مرستې ور زیاتې شي چې واشنګټن ېې اوکراین ته د ورکړې ژمنه د روسېې تر يرغل وروسته د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې کړې وه.

رپوټ وايي چې د مرستې په دغې کڅوړه کې د لایزر رهبري شویو توغنديو سیستم، ډرون، مهمات، شپې لیدونکي تجهیزات، تکتیکي امن مخابراتي سیستم، درمل او زرهدار وسایط شامل دي.

د پنټاګون ویاند، جان کربي په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «دغه تصمیم د اوکراین حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتيا ته د امریکا متحده ایالاتو پر نه ماتیدونکې ژمنې ټينګار کوي.»

سپېنې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې وويل چې جمهور رئیس جو بایدن د چهارشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي سره د اوکراین پوځ سره د «اضافي قابلیتونو» د مرستې په اړه خبرې وکړې.

ماريوپول کې د ملکیانو تخليې ته هيلې

Ukraine Mariopol | Menschen suchen Schutz vor Angriffen in einem Gebäude
د ماريوپول ښار يو شمیر اوسیدونکو جګړې او ګولیو له ويرې د یوه اپارتمان کوچني دهیلیز ته پناه وړې دهانځور: Evgeniy Maloletka/AP/picture alliance

د اوکراین د ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي يوه سلاکار، اولیکسي اریستوويچ د شنبې په ورځ د ماريوپول څخه د ملکيانو د تخليې په تړاو د ښو خبرونو په اړه خوشبينې ښکاره کړه. هغه وویل: «په استانبول کې زموږ مرکچي پلاوی د روسېې-اوکراین د سولې په خبرو کې د ملکيانو د تخلېې په اړه یو توافق ته رسیدلي دی.«

اریستوويچ زیاته کړه: «زه فکر کوم چې موږ به نن او يا ښايي سبا د ماريوپول د اوسیدونکو د تخليې په اړه ښه خبرونه واورو.«

زياته شوې چې د سره صلیب نړيوالې کميټې د جمعې په ورځ یو ټيم استولی تر څو د دغه ښار په اطرافو کې د شاوخوا ۵۴ اوکرايني بسونو او نورو نقلیه وسایطو مدیریت وکړي. خو دغه ټيم بیرته راوګرځيد او وې ويل چې وضعیت د تخلیې وړ نه وو او دوی به د شنبې په ورځ چې نن ده بیا هڅه وکړي.

 ماريوپول د اوکراین په سویل دونباس سیمه کې پر اوکراین د روسېې د يرغل له پيل راهیسې، مسکو له پاره یو مهم هدف ګڼل کيږي. رپوټونه وايي چې ماريوپول کې په لسونو زره ملکیان بند پاتې دي. د اوکراين جګړه له پنځمې اوونۍ هم اوښتې ده.