پنتاګون: په افغانستان کې اوسمهال ۱۱ زره امریکايي عسکر دي
۱۳۹۶ شهریور ۹, پنجشنبهد پنتاګون د ګډو ځواکونو اداري رئیس جنرال کینیت میکنزي په یوه خبري کنفرانس کې د دې خبرې پخلی وکړ چې په افغانستان کې د دوی پوځي حضور تر پخواني شمیر لوړ دی.
د پنتاګون ویاندې دانا وایټ وايي چې دغه څرګندونې او معلومات د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس هغه هڅو برخه ده چې غواړي شفافیت رامنځ ته شي.
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونلد ترمپ تیره اوونۍ د افغان دولتي امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورې او همدا راز د ترهګرو ډلو په نښه کولو او ځپلو له پاره د امریکايي پوځیانو د ډیرولو او د لا ډیرو پوځي عملیاتو خبر ورکړ. سربیره پر دې افغانستان ته لیږل کیدونکي نامعلوم شمیر اضافي امریکايي سرتیري به له وړاندې نه په دې هیواد کې له شاوخوا ۱۱ زره نورو امریکايي سرتیرو سره یوځای شي.
تر دې وړاندې د تیرې چهارشنبې په ورځ افغان چارواکو د ۱۲ ملکي کسانو د مرګ پړه پر یو امریکايي هوايي برید واچوله کوم چې په دې وروستیو کې د هوايي برید له امله د ملکي تلفاتو دوهمه پیښه ده.
د لوګر ولایت د ولایتي شورا غړي حسیب الله ستانکزي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د لوګر د هوايي برید په وژل شوو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي. نوموړي وویل چې دغه هوايي برید د سه شنبې په ورځ ناوخته د دې ولایت مرکز پل علم کې د باري کلي ته څیرمه د «بهرنیو ځواکونو له خوا ترسره شوی دی.»
ستانکزي همدا راز زیاته کړې ده چې د دې هوايي برید هدف د طالبانو دوه مهم قوماندانان وو چې د برید پرمهال په ملکي کورونو کې پټ شوي وو. په دې هوايي برید کې د لوګر ولایت د خوشې ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي احمد الله او په سیمه کې د طالبانو د پوځي قوماندان مرستیال قاري نقیب الله د یو شمیرو نورو طالب جنګیالو سره په دې برید کې وژل شوي دي.
د لوګر ولایت ویاند محمد سلیم صالح د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید له امله د ملکي تلفاتو په هکله خبرې کړي خو په دې هکله یې د لا ډیرو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
بل لوري ته بیا د امریکايي ځواکونو ویاند جان روس په دې هکله وویل چې «موږ په دې هکله تر اوسه ډاډه نه یو چې هلته څه پیښ شوي.» هغه وايي چې موږ د دې موضوع څیړنه پیل کړې ده.
د دوشنبې په ورځ بیا د هرات په ولایت کې افغان هوايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۱۳ ملکيان وژل شوي او ۷ تنه نور بیا ټپیان شوي. په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد د افغان او امریکايي پوځیانو په هوايي بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.